په عامه توګه ژوند داسې انځور شوی دی چې تل د ستونزو سره مخ وي. ډیر آسانه او یا عادی پیښې هم له ستونزو خالی نه وي. په ژوند کې د انسانانو هڅی او کوښښونه هم په خپله ستونزې دي. که چیرې ستونزې او خنډونه نه وای نو انسانانو به هم هڅی نه کولي. موږ ټول د دې لپاره هڅی او کوښښونه کوو چې خپلې ستونزې حل کړو. که چیرې موږ په سمه توګه خپل ژوند ته په ځیر سره پاملرنه وکړو، وبه ګورو چې په ژوند کې څومره بریاوي زموږ په برخه شوي دي، ټولې زموږ د لیوالتیا او هڅو په پایله کې تر لاسه شوي دي. مانا دا چې ټولې بریاوي زموږ پر خپل چلند او نقطه نظر پورې اړه لري. که زموږ طرز تفکر مثبت وي، نو خپلو موخو ته د رسيدو لپاره به پرلپسې هڅی کوو تر څو يې تر لاسه کړو. او که زموږ طرز تفکر منفي وي، خپلو موخو ته رسيدل به یوه معما او يا یوه معجزه وي.
ځينې خلک کله چی د يوې واړه مشکل یا پیښې سره مخ شي، خپل حواس له لاسه ورکوي، د دې پر ځای چې د مشکل د حل لپاره لارې چارې ولټوي، مايوسه کیږي او د نورو لخوا د مرستې په تمه وي.
ځینې خلک په فوق العاده توګه خپلې ستونزې په خپلو هڅو حلولای شي، ځينې بیا د نورو مشورو ته اړتیا لري، خو بیا هم په خپلو هڅو خپل مشکلات او ستونزې حلوي. خو ځينې داسې انسانان هم شته چې نه په خپله د ستونزو د حل توان لري او نه د نورو په مشورو کومه ستونزه حلولای شي. دا ډول خلک په ژوند کې ناکام خلک دي دوی تل د بهانو په لټه کې وي او تل د بریا لپاره د هڅو پر ځای پر خپلو ماتو فکر کوي او ځان په خپله د ناکامیو کندو ته ور ټیل وهي.
په ژوند کې هيڅ داسې ستونزه نشته چې د حل لاره ونه لري، خو یواځې دا د انسانانو په قوي عزم، ارادې او هڅو پورې اړه لري، چې په څه ډول او په څه ترتیب ستونزې له خپلې مخې ليرې کړي.
خدای تعالی انسانانو ته له ستونزو څخه د خلاصون بشپړ قوت او صلاحیت ور بخښلی دی. د انسانانو سره د ستونزو د حل ټولې وسلې شتون لري، خو په دې پوهيدل پکار دي چې د ژوند په دې جګړه کې له دې وسلو په څه ډول کار واخیستل شي.
په دې باید باور ولرو چې بریا تل د هغه چا په برخه وي چې تل د خپلې بریا لپاره په زړونو کې جذبات ولري. بریا د هغه چا په برخه وي چې په پرلپسې توګه هڅی او کوښښونه کوي. یوازې د مثبت طرز تفکر لرونکي خپلی ستونزې په خپله حلولای شي.
د انسانانو بریا او د دوی له خوا د ستونزو لیری کول تر ډیره د کورنۍ له خوا په سمې روزنې پورې هم اړه لري، خو کورنۍ ستونزې د تل لپاره د بریا مخه نه شي نیولای. موږ ډير بېوزلې او معیوب کسان ليدلي دي چې د ژوند لوړو پوړیو ته رسیدلي دي. نیوټن تر څلور کلنۍ پورې خبرې نه شوي کولاي، تر اوو کلنۍ پورې يې يوازې لومړی لفظ زده کړی و.
اډیسن یواځې په ښوونځي کې یو کال زده کړی کړي وي. پيکاسو په کوچنيوالي کې حتی الف او ب تورې خپل ذهن ته نه شول سپارلی. کمپلنګ په کوچنيوالي کې د سترګو مشکل درلود، ميری په ۹۳ کلنۍ کې خپل مشهور کتاب (( د يوه اسکاوټس ماشومتوب )) ليکلی و. د امريکايې مشهور فوټبالست (( پام ډیمپسي )) ښۍ پښه لنډه وه.
موږ فکر کوو چې زموږ د معلوماتو او هڅو ټوله منبع يواځې پنځه حواس دي، که چیرې له دی پنځه حواسو یو له لاسه ورکړو مانا داچی موږ به نيمګړي او هيڅ به مو له لاسه نه کیږي. خو موږ له دې بې خبره يو چې موږ سره له پنځه حواسو برسیره یو بل قوت هم شته، چې موږ يې په اړه احساس هم نه لرو. د دې قوت نوم تحت الشعور دی. د نړۍ ډیرو سترو پوهانو د تحت الشعور په واسطه ډیر ستر کارونه تر سره کړي دي. زموږ د ژوند ټول معلومات زموږ په تحت الشعور کې موجود دي، که موږ وغواړو په مختلفو طريقو هغه په یاد راوستلای شو. له دې سره که چیرې خپل تحت الشعور په کار واچوو، د تحت الشعور سره د ستونزو د حل لپاره ټولې لارې چارې شته او موږ ته د ستونزو د حل په خاطر يې زموږ په واک کې راکوي.
پایله دا چې په ژوند کې د بریا او تر څنګ يې د ستونزو د حل لپاره غوره لاره لومړی د مثبت طرز تفکر لرل دي. د دې تر څنګ کوښښ، هڅی او ټینګه اراده دویمه غوره لاره ده. دريم پر ځان او بریا باور او د يوې وړې ناکامي له امله نه مايوسه کیدل هم د ستونزو د حل غوره لاره ګڼل کیږي. وايې:(( لویدل ماتې نه بلکې نه پورته کیدل ماتې ده.)) څلورم د تحت الشعور په واسطه ستر کارونه تر سره کولای شو.