جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+قصدي وړه غلطي څومره لوی زیان پېښولی شي؟

قصدي وړه غلطي څومره لوی زیان پېښولی شي؟

ډاکټر عطاالله زيارمل

که یو څوک خپله دنده په دیانت سره مخته بو نه ځي او له مسلکي پلوه منل شوې لارې تعقیب نه کړي، نو زیان یې نه یوازې څو کسو بلکې ټول ولس ته رسېږي. ټولو به اورېدلي وي چې د ځینو شخصي لابراتوارونو غیر مسلکي کارونو دغه اندېښنه راټوکولې او اوس ډېری پروازونه له افغانستان څخه نه تر سره کېږي. په دغه کرونايي چاپیریال کې دغه ډول اقتصادي ضربه څومره لویه او نه جبرانېدونکې ده؟

له سفر کولو مخکې هر څوک باید د کرونا ناروغۍ لپاره معاینات تر سره کړي او دا په اوسنیو شرایطو کې د ټولو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ لپاره یوه منل شوی طرزالعمل دی. له بده مرغه د دغه طرزالعمل د تطبیق په لاره کې د څو سرتمبه او په خپلو شخصي ګټو مینو کسانو له امله چې د معایناتو لپاره یې د منل شویو لارو څخه په قصدي او یا هم بې پروايي سره کار اخیستی دی، اوس د ټولو هغو مسافرینو په معایناتو باندې شک کېږي څوک چې له کابله بهر ته ځي.

دا یوه فیسبوکي او د خواله رسنیو پروپاګند نه دی، بلکې ډېر هغه کسان چې له افغانستان څخه بهر نورو هېوادونو ته په دې نژدې وختونو کې تللي هلته یې له دوه یا درې ورځو وروسته د کرونا ناروغۍ مثبته تشخیص شوې ده.‌ یوه خو یې زما خپل ملګری و چې له کابله یې راتګ له کرونا سره و او دغه بدمرغه ناروغۍ یې په ډېر کړاو تېره کړه.‌ دغه په شخصي لابراتوارونو کې ناست مسلکي کسان سرتمبه وبولو او که لوی مجرمین؟ دوی په خپل غیر مسلکي کار سره د خپلو لږو شخصي ګټو لپاره د وطن اقتصاد ته لویه ضربه ورکړه. دغه کسان باید د حکومت له لوري سخت مجازات شي ترڅو نور له قانون او مسلک سره لوبې و نه کړي. که خدای ج مکړه دغه کسان مجازات نه شي نو له دې وروسته به دغه د بې پروايي او یا هم په مسلکي برخه کې د بې وجدانۍ ناروغۍ د افغانستان نورو برخو ته هم لکه د کرونا ناروغۍ په شان ژر سرایت وکړي او له دې وروسته به د هېواد هر څه ته د شک په سترګه کتل کېږي. نور به په نړیواله راکړه ورکړه کې څوک زموږ په هیڅ معیار او مسلک باور نه کوي.‌ ټول پوهېږو چې په اقتصادي ډګر کې همدا باور او اعتماد دی، چې د عرضه کوونکي او مشتري ترمنځ د راکړې ورکړې اساس جوړوي.

له بده مرغه، کله چې د هېواد د ګټو د خوندي کولو لپاره له یوه ادرس څخه غږ اوچت شي، تر هر څه دمخه هغه په خپلو سیمه ایزو او قومي تَلو تلو او له هغه وروسته بیا خپل غږ ور سره غبرګوو.‌ که موږ تل په لویه کچه خپلې ملي ګټې معتبرې وګڼو او د هغه چا تر شا ودرېږو چې د قانون حاکمیت او تطبیق غواړي او د ملاتړ لپاره یې غږ اوچت کړو نو ښکاره ده چې موږ به د خپلو ملي ګټو د خونديتابه لپاره ډېر څه کړي وي. متاسفانه زیات وخت زموږ غبرګون د سياسي کړیو او یا هم قومي هغو څخه اغېزمن وي او په همدې تربګنیو کې مو هر وخت ګټې له ګوتو وتلي وي.

په پای کې، که غواړو له نورې نړۍ سره سيالي وکړو او باعزته ژوند ولرو نو باید همدا د یو اصل په توګه ومنو چې هیڅوک تر قانون لوړ نه دي. که مجرم د هر ځای وي باید د قانون په رڼا کې مجازات شي او دغه مجرم باید په لوی لاس د یو قوم او کومې ډلې نماينده و نه شمېرل شي. که داسې و نه کړو نو په خپل لاس به مو له نورې نړۍ څخه ځان ګوښی او تجرید کړی وي. په تجرید شوي حالت کې بیا سراسر زموږ خپل تاوان دی، بل چا ته یې تاوان نه رسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب