جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسږکال خوست کې د ګنۍ په تولید کې زیاتوالی راغلی

سږکال خوست کې د ګنۍ په تولید کې زیاتوالی راغلی

تاند(چهارشنبه، د قوس ۱۹) د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږکال د دې ولایت د مرکز متون په ګډون باک او صبریو ولسوالیو کې پر۵۸۶هکتاره ځمکه ګنۍ کرل شوي دي.

د خوست د کرنې رییس انجنیرشاه حفیظ الله نوري وایي، چې د ګنیو حاصلاتو د زیاتېدو په پار یې هڅې چټکې کړي دي، چې سږ کال به وکولای شي څه باندې دوه زره او ۹۱۸ ټنه ګڼي تولید کړي.

دغه راز د خوست د کرنې ریاست د ګنیو د پراختیا په پار کروندګرو سره هر اړخیزې همکارۍ، د ناروغیو او افاتو ضد درمل وېشل او د ګنیو د کرکېلي او ښې پېژندنې په پار روزنیزې برنامې هغه چارې دي، چې کروندګرو ته ترسره شوي دي.

خوست، ننګرهار، لغمان او کونړ د هېواد د ګنیو لوی تولیدونکی ولایتونه ګڼل کیږي، چې هر کال په زرګونه مټریک ټنه ګنۍ له یادو ولایتونو څخه راتولیږي او په بېلابېلو برخو کې کارول کیږي.

1 COMMENT

  1. دا ښه خبره ده خوستیانو ته پکار ده چې د ګنیو لپاره ګاڼۍ جوړې کړي او د کور دننه ښه ګوړه تولید کړي ترڅو د پنجاب د ګوړې خلاص شو، ګوړه په افغانستان کې زیاته کاریږي او څوک چې دغه برخه کې پانګونه کوي پرته له شکه ښه ګټه ترلاسه کولای شي. مننه
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب