جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد مخالفتونو سره سره د ملي دسترخوان مرستې پیل شوې

د مخالفتونو سره سره د ملي دسترخوان مرستې پیل شوې

تاند (چهارشنبه د قوس ۱۹) د افغانستان حکومت د ولسي جرګې له مخالفتونو سره سره د ملي دسترخوان پروګرام پیل کړ.

دغه پروګرام پرون سه شنبه د ننګرهار، میدان وردک، پکتیکا، ارزګان او کندهار په ګډون په ځیني ولایتونو کې پیل شو.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي چې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست، مجیب الرحمن کریمي پرون د دغه برنامې د پرانیستې لپاره د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ ته تللی و.

ښاغلي کریمي په چپرهار ولسوالۍ کې د خبرو پر مهال وویل، د ملي دسترخوان برنامه په ټول هېواد کې په دوو مرحلو کې تطبيق کيږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په لومړۍ مرحله کې به په ۳۴ ولايتونو کې د ۱۲۳ ولسواليو اوسېدونکو ته د ۸۶ ميليونه امريکايي ډالرو په مالي ارزښت د خوراکي توکو مرستې وويشل شي.

د هیواد څه باندې ۹۰ سلنه وګړي د دغه پروګرام تر چتر لاندې راځي او مرستې پرې وېشل کېږي.

د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت د معلوماتو پر اساس، هرې کورنۍ ته د څلور زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ورکول کیږي.

دا پروګرام په داسې حال کې پيل شوی چې ولسي جرګې له دې وړاندې دوه ځلې ددغې برنامې له عملي کیدو سره مخالفت کړی و.

د ولسي جرګې پرته په دغه بهیر د خلکو باور هم له هغه وروسته زیانمن شو چې د کووېډ-۱۹ لومړۍ څپې پرمهال د مرستو په وېش کې د پراخ فساد راپورونه ورکړل شول.

د وخت سره سم ګڼ شمېر عامو افغانانو نیوکه کوله چې حکومت د وچې ډوډۍ او غنمو د ویش پرمهال پر خلکو ملنډې ووهلې او اوس هیڅ ضمانت نشته چې د ملي دسترخوان پروګرام کې لاسوهنه ونه شي.

خو حکومت د دغه پروګرام د شفاف عملي کیدو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې دغه پروګرام به د ولسوالیو شوراګانو له خوا د حکومت ترڅارنې لاندې پرمخ بېول کیږي.

ملي دسترخوان پرګرام د ولسمشر اشرف غني او نورو لوړ پوړو چارواکو له خوا د روان کال د سرطان میاشتې په ۲۸ مه نېټه پرانیستل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب