شنبه, جون 1, 2024
Homeخبرونهغزني کې موټربم برید او د حکومت مخالفینو ته د درنې مرګ...

غزني کې موټربم برید او د حکومت مخالفینو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا

تاند (چهارشنبه د قوس ۱۹) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي طالبانو تېره شپه د غزني اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر یوه مرکز وسله وال برید وکړ.

وزارت وایي لومړی یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د ملي اردو پر یوه مرکز موټربم برید وکړي، د افغان ځواکونو له خوا په نښه شو او ورپسې پر مرکز ډلییز برید وشو چې د امنيتي سرتېرو له خوا شنډ او په شا وتمبول شو.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې پيښه کې طالبانو ته د پراخې مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ دوه افغان سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

تر دې وړاندې بیا د غزني ځايي چارواکو ویلي و چې تېره شپه ددغه ولایت د اندړو ولسوالۍ ملا نوح بابا سیمه کې د ملي اردو پر یوه مرکز موټربم برید هدف ته له رسېدا مخکې شنډ شوی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده په خبره، په دې پېښه کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا وسله والو یو بل له چاودېدونکو توک ډک مازدا موټر چې غوښتل یې د امنیتي ځواکونو په یوه بل مرکز برید وکړي نیول شوی او بریدګر په تېښته بریالی شوی دی.

د غزني امنيتي چارواکي دا بریدونه د طالبانو کار بولي، خو دغې ډلې تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب