لوګری محمد علیم بسمل د ښه شعر ویونکی ملا دی، مګر کله کله په علمي موضوعاتو کې هم را غږیږي؛ څو ورځې وړاندې یې د عربي ژبې پر فصاحت لیکنه کړې وه؛ لیکنې چې یو څه کمزورۍ درلودې؛ ما د نقد تر أصولو لاندې ور په ګوته کړې، خو له خپلې ملګرۍ یې وایستم؛ ملګرو مې د بسمل غوسه د ده پر شکر ور واړوله؛ خو دغه غیر إرادي غوسه یې عجیبه ده، ځکه ما د ده پر وال ډېر خلک لیدلي، چې کفر یې غږولی، خو ده بلاک څه چې رد یې هم نه دی پرې کړی!! کیسه یې په ګپه ور سره اړولې؛ ما ملګرو ته وویل، چې تر شکر حسد خطرناکه بېماري ده، و من شر حاسد إذا حسد.
بسمل:
ده عنوان ور کړی: (د عربي ژبې حیرانونکی فصاحت)
ملاحظه:
عنوان یو څه وایي، وروسته لیکنه بل څه غږوي.
تا په عنوان کې د عربي ژبې د فصاحت یادونه کړې، مګر په لیکنه کې دې د عربي ژبې د فصاحت هېڅ خبره نشته، ځکه فصاحت في المفرد د خلوص من تنافر الحروف و الغرابة و مخالفة القیاس الصرفي نوم دی؛ نوح که څه هم فصیحه کلمه ده، خو ته یې پر فصاحت نه یې غږېدلی او پر یوه کلمه د حرکاتو او تنوین راتلل او نه راتلل د کلمې په فصاحت او نه فصاحت پورې اړه نلري (که یې اړه درلودئ، نو په علم البلاغة کې به لوستل کېدلی، حالانکې دا د علم النحو بحث دی).
بسمل:
“چې ۹ علته په کوم اسم کې موجود وي غیر منصرف بلل کیږي”
ملاحظه:
مګر د یوې کلمې د عدم انصراف لپاره د غیر انصراف د ټولو سببونو وجود ضرور ندی، بلکې فیه علتان من تسعة أو واحدة تقوم مقامهما.
بسمل:
“په دې نهو علتونوکې عجمیت هم دی ، عجمیت بیا څو شرطونه لري ، یو شرط یې دادی چې متحرک الاوسط به وي ، (منځنی توری به یې ساکن نه وي) دبیلګې په ډول به (نوح) راواخلو لومړی کلمه که څه هم عجمي کلمه ده یعني دغیر انصراف یو علت پکې شته ، خوبیاهم منصرف ده”
ملاحظه:
په دې عبارت کې بسمل صېب درې عظیمې غلطۍ کړي دي:
یو، علمیت، تحرک او زیادت د عجمیت شرطونه ندي، د عجمي کلمې شرطونه دي، ځکه دا شرائط په وصف (عجمیت) کې نشي موجودېدلی، دا د کلمې خاصه ده.
دوه، تا ویلي د عجمي کلمې یو شرط تحرک الأوسط دی، مګر تحرک الأوسط یې ځانته شرط ندی، د عجمي کلمې دوه شرطونه دي: یو علمیت في العجمة دی(حقیقتاً کان أو حکماً) او بل أحد الأمرین، تحرک الأوسط یا زیادة علی الثلاث.
درې، نوح عجمي لفظ دی، خو هغه عجموالی پکې نشته، کوم چې د غیر انصراف لپاره سبب دی، ځکه د عجمیت د سببیت لپاره دوه شرطونه دي یو دا چې دا عجمی کلمه به علم وي او بل أحد الأمرین؛ دلته په نوح کې یو شرط، أحد الأمرین منتفي دی او د شرط په انتفاء سره مشروط له منځه ځي، نو د نوح عجمي والی د غیر انصراف لپاره د سبب په توګه پاتې نشو. (یو نفس عجمیت دی او بل عجمیت من حیث السببیة).