شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+افغانستان د ابادۍ ارمانجن

افغانستان د ابادۍ ارمانجن

تیڅو ناکامورا لومړی تلین

آصف بهاند

اې پردېس کاکا مراده!

اې نامراده  بامراده!

تا ته چا ویل افغان سه؟

او تربور د تور شيطان سه

مړو دښتونو ته ساه ورکړه

اوبه ورکړه، رڼا ورکړه

اې نامراد کاکا مراده!

ته خبر نه یې چي دلته

د باروتو باران اوري

د ګلونو کښت ګناه ده

د غنمو کر جفا ده

د یزید او شمر جنګ دئ

د فرنګ، اورنګ نیرنګ دئ…

(عبدالهادي عطایي ملا)

د سترگو په رپ کې کال تېر شو او د تیڅو ناکامورا لومړی تلین راورسېد. ناکامورا هغه جاپانی ډاکتر و چې د انسانیت د مذهب لاروی و او د انسان د ژوند ښه کېدو له پاره یې کار کاوه. د ژوند تر ټولو با ثمره دوره یې د افغان انسان د خیر او فلاح له پاره په مثبتو کارونو تېره کړه، د وینو او اور سیلاو ته ودرید او خپل کړی هوډ یې ترسره کړ، سپېرې دښتې یې د جنت په مثال جوړې کړې او افغان لالا ته یې وویل چې راځه دا ستا حق دی: په کې گرځه، ژوند کوه او د الهي نعمت څخه خوند واخله، خو په یاد ولره چې زه هم تاسو غوندې انسان یم، ما غوندې کار وکړئ او خپلو وچو غرونه او سوو دښتو باندې خپلې اوبه ورسېخې کړئ او خپل وطن ریښتیا جنت نشان کړئ، پر لوړه غونډۍ ورته کینئ او وگورئ چې څنگه مو بچیان په دې جنت نشان کې لوبې او زدکړه کوي، خو…

د افغانسان د خلکو دا خدمتگار زموږ د خلکو د خدمت له پاره او زموږ د وطن د ابادۍ له پاره راغلی و؛ خو زموږ په خپل کور کې ووژل شو، په هغه ځای کې چې دی یې د ښېرازۍ له پاره راغلی و.

زموږ خلکو یو کال مخکې داسې ویر ته اوږه ورکړه چې کېدای شي نه تمامېدونکې خواشیني یې وگڼو. د ناکامور د کارونو حاصل او نښې به د تل له پاره زموږ د خلکو په ذهنونو کې پاتې وي او نوي نسلونه به یې د یوه نه هېرېدونکي قهرمان خدمتگار په توگه یادوي، لمانځنه به یي او پیروي به یې کوي.

تېر کال ما د ده د وژل کېدو د نه تمامېدونکې خواشینۍ په پار درې مطلبه خپاره کړل چې سرلیکونه یې دا دي:

ــ  د ناکامورا غمجنه نستالژي،

ــ مـــــراده نـــا مــــــراد شـوې، ملامت یو موږ،

ــ هادي ملا او اکا مراد.

په دې پاسنیو مطالبو کې یوه هم زما یوه څلوریزه ده چې تیڅو ناکامورا ته مې لیکلې ده، هغه داسې ده:

مـــــراده نـــا مــــــراد شـوې، ملامـت یو موږ

ښه ښاد وې اوس نا ښاد شوې، ملامت یو موږ

پــر پـل بـه دې پـل کـېـږدي ډېــر نـسـلـونه بیا

تـــه ټـــولــو تـه بـنـیـاد شـوې، ملامت یو موږ

  (آصف بهاند)

او بل مطلب یې هم د عبدالهادي عطایي ملا یو شعر دی چې تیڅو ناکامورا ته یې په خطاب کې لیکلی دی. تیر کال ما د هادي ملا پر یاد شعر یو څه یادداشتونه ولیکل او خپاره مې کړل، سږ یې د تیڅو ناکامورا د لومړي تلین د درناوي په پار یو ځل بیا را اخلم او په تکرار سره یې خپروم. افغانان د تیڅو ناکامورا خدمتونه او له افغانانو او افغانستان سره د ده مینه نه هېروي.

ارو یې ښاده او یاد یې تلپاتې!

هادي ملا او اکا مراد

اې پردېس کاکا مراده!

اې نامراده  بامراده!

تا ته چا ویل افغان سه؟

او تربور د تور شيطان سه

مړو دښتونو ته ساه ورکړه

اوبه ورکړه، رڼا ورکړه

اې نامراد کاکا مراده!

ته خبر نه یې چي دلته

د باروتو باران اوري

د ګلونو کښت ګناه ده

د غنمو کر جفا ده

د یزید او شمر جنګ دئ

د فرنګ، اورنګ نیرنګ دئ…

(عبدالهادي عطایي ملا)

کیسه بیا هم د ناکامورا د ژوند او مرگ پر پولو راڅرخي، خو دا ځل د داستان قهرمان یوازې نه دی، یو بل سووی لووی عطايي ملا (عبدالهادي عطایي ملا) هم ورسره دی، ناکامورا یې تر مټو نیولی او خبرې ورسره کوي.

ناکامورا هغه جاپانی ډاکتر و چې د انسانیت د مذهب لاروی و او د انسان د ژوند ښه کېدو له پاره یې کار کاوه. د ژوند تر ټولو با ثمره دوره یې د افغان انسان د خیر او فلاح له پاره په مثبتو کارونو تېره کړه، د وینو او اور سیلاو ته ودرید او خپل کړی هوډ یې ترسره کړ، سپېرې دښتې یې د جنت په مثال جوړې کړې او افغان لالا ته یې وویل چې راځه دا ستا حق دی: په کې گرځه، ژوند کوه او د الهي نعمت څخه خوند واخله، خو په یاد ولره چې زه هم تاسو غوندې انسان یم، ما غوندې کار وکړئ او خپلو وچو غرونه او سوو دښتو باندې خپلې اوبه ورسېخې کړئ او خپل وطن ریښتیا جنت نشان کړئ، پر لوړه غونډۍ ورته کینئ او وگورئ چې څنگه مو بچیان په دې جنت نشان کې لوبې او زدکړه کوي، خو…

ناکامورا د ټول افغانستان له پاره او د هر افغان له پاره د زړه له کومې انساني کارونه وکړل، د دوښمن د مزدور ـ مزدور راجگ شو او دا فرشتې ته ورته موجود یې راته وواژه او زموږ شاعر عطایي ملا په خپله خاموشۍ کې د دې فرشتې د نه شتون ویر د خپل زړگي په اورتون کې واچاوه او بیا یې د کلماتو په جامه کې داسې الیلی راویسته چې اوس هر لوستونکی او هر اورېدونکی ورته ژاړي او د خپل زړه آلیلې کترې یې گڼي. د عطایي ملا د زړه له اورتون نه د اکا مراد د ویر شغلې داسې راوتلې دي، چې د هر بېدار وجدان د زړه مراندې سوځوي.

عطايي ملا اوس د خپل زړه د اور د شغلو په ژبه خبرې کوي او وايي چې: اکا مراد افغانانو ته جنت جوړ کړ، خو خبر نه و چې د دې جنت نه لږ لاندې دوزخ هم شته او د هغه دوزخ واکداران تر لرو ـ لرو سیمو پورې نه پرېـږدي چې د گل او شنیلي په نامه څه سر هسک کړي؛ نو ځکه یې لومړی د افغانستان په وچو دښتو کې د جنت جوړونکی او بڼوال: «اکا مراد» له ارمانونو سره ورېبه او وېسېځه او اوس دې لا د اکا مراد په لاس جوړ شوي جنت اوسېدونکو ته هم خېر وي.

د کـفر آباد په نامه ځای کې د فکرونو یو دوزخ هم شته چې جنت، جنتیان، شنیلی او گلان نه غواړي او د خپلې بقا له پاره، وینې او اورونه غواړي، له موږ نه د اکا مراد غوندې سرونه غواړي او…

ناکا مورا له نن نه درې اویا کال مخکې د جاپان په فوکوکه ښار کې وزېـږېد، د خپل جنتي وطن په جنتي هوا کې رالوی شو، خو ښايي کله به یې پزې ته په یوریشیما او ناگاساکي کې د تور دیو د کارول شوو باروتو بوی هم ور رسېدلی وي؛ د خپلو مشرانو او تېرو نسلونو په لاس جوړ شوي پوهنتون کې یې د طب څانگه ولوستله او بیا یې په زړه کې داسې غوټه کړه چې دی به نورو خلکو ته هم خدمتونه کوي او داسې جنتونه به ورته جوړوي لکه ده ته یې چې پلرونو او نیکونو ور جوړ کړي دي. راغی سوي لوي افغانستان کې یې واړول او هڅه یې دا وه چې د طبیعت او خلکو د ناپوهۍ او ټنبلي په اور سوو دښتو نه دوی ته جنت جوړ کړي، د جنت یوه څنډه یې چې څنگه راجوړه کړه، د باروتو او کرکې اور دی هم وسیځه او د بل جنت په لور یې ولېـږه.

خو هادي ملا د همدې وطن په یوه تپنده زړه کندهار کې وزېږد، د خپلې فاضلې کورنۍ په غېـږ کې یې له کتابونو سره مینه وکړه، د خپل زړه په کرونده کې یې مینه او انسانیت وکاره، د همدې مینې د وزرونو پر مټ او شعري ترنمونو له څپو سره د کابل پوهنتون تر انگړ پورې ورسید، څلور کلونه یې د ادبیاتو پوهنځي په بڼ کې تېر کړل او په پای کې د لیسانس په نامه یوه ویاړمنه پاڼه ور په برخه شوه. اوس یې ځان څنډې ته کړی دی، کله ـ کله غږ راباسي، داسې غږ راباسي لکه د «اکا مراد» پر ویر یې چې ایستلی دی.

زه د عبدالهادي عطایي ملا  پر دې شعر فخر کوم او دا وایم چې په اوسنۍ پښتو شاعري کې داسې غږونه هم ایستل کېـږي چې د ټول خیر غوښتونکي بشریت د زړه آواز دی. هادې ملا په دې شعر کې «اکا مراد» تر مټې نیولی دی او داسې د زړه خواله ورسره کوي، لکه د زرگونو کلونو یاري چې سره لري.

دا هم د «اکا مراد» پر وژنه د هادي ملا د ویر غږ:

اې پردېس کاکا مراده!

اې نامراده بامراده!

تا ته چا ویل افغان سه؟

او تربور د تور شيطان سه

مړو دښتونو ته ساه ورکړه

اوبه ورکړه، رڼا ورکړه

اې نامراد کاکا مراده!

ته خبر نه یې چي دلته

د باروتو باران اوري

د ګلونو کښت ګناه ده

د غنمو کر جفا ده

د یزید او شمر جنګ دئ

د فرنګ، اورنګ نیرنګ دئ

دلته ځان له ځانه تښتي

ژوند له خپله ژونده تنګ دئ

تا اوبه راوړې هغو ته

چي په وينو مينځي ویني

عادت سوي په وحشت دي

خرڅوي په روپو مینه

اې نامراده بامراده!

لېونی اکا مراده!

تا کونړ څه له ایسار کړ؟

دا خو باج د تور لېنګو وو

تا ګمبېر څه له آباد کړ؟

دا خو راج د ویرانو وو

تا رڼا څه له راوړله

د ببوو و کورو ته

تا خندا څه له ښندله

نړیدلو هديرو ته

څه فایده له ها مسجده

چي ابلیس یې امامت کړي

څه امید له ها مکتبه

چي شیطان یې کتابت کړي

تا سپېره دښته جنت کړه

خو دوږخ یې همسايه وو

تا له خاورو زر ایستله

خو ښامار پر خزانه وو

چي ګاونډ د جهنم کي

جنتونه جوړوي څوک

چي د توري شپې سکوت کي

د رڼا اذان کوي څوک

چي و امن ته څوک ژمن وي

د توپک ذاتي دښمن وي

د هغو سزا دغه ده

په مذهب د يهوديانو

د سپین پوښو سعودیانو

د تور مخو ملایانو

د دوږخ د درباریانو

د فرنګ د شیاطینو

د اورنګ د میراثیانو

ته کافر جلال اباد سوې

دی مومن اسلام اباد سو

ستا وژل یې استشهاد وو

دا جهاد وو دا جهاد سو

خیر، خیر خفه مه سې

اې ملنګ اکا مراده!

رب دي مل لار دي ګلونه

فرښتې کړي آوازونه

ته انسان حسن د میني

دی شیطان د نفرتونو

ته غازي د حق د لاري

دی مرتد د تورو هیلو

دا د خیر او شر جګړه

تر محشره به غځیږي

د هابیل قابیل قیصه ده

وار په وار به تکرارېږي

ستا باغونه به راشنه سي

ستا نيالګي به ګلان راوړي

ماشومان به خدای رالوی کړي

د وطن انسان په پوی کړي

مست کونړ به په خندا وي

په ګمبېر کي په نڅا وي

ټول په دا سندره وايي

ناکامورا دي زنده اباد وي

د انسان مينه دي تل وي

هر ارزښت دي د انسان وي

لوی افغان دي ټول آزاد وي

ورځ یې ښه کال دې آباد وي

اکا مراد دي بامراد وي

روح دې ښاد کور دې رضوان وي

هادي عطايي ملا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب