Homeخبرونهافغان کرکټر مجیب الرحمان په کورونا اخته شوی

افغان کرکټر مجیب الرحمان په کورونا اخته شوی

تاند (جمعه د قوس ۱۴) د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړی مجیب الرحمن چې اوس مهال د استرالیا بیګ باش لوبو کې د ګډون لپاره یاد هیواد ته تللی، په کورونا اخته شوی دی.

مجيب الرحمان څو ورځې وړاندې د محمد نبي، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال سره يو ځاى له افغانستان څخه اسټراليا ته لاړ.

د استرالیان برېسبېن هېټ لوبډلې ددغه افغان لوبغاړي د کورونا د ټېسټ په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې نوموړى اوسمهال کوينلېنډ ښار کې په یوه هوټل کې د ۱۴ ورځو لپاره کرنتین شوی دی.

برېسبېن هېټ لوبډله وايي، مجیب الرحمن د کوينلېنډ د روغتيايي مسؤلينو تر څارنې لاندې دى او تر بشپړې روغتيا وروسته به په لوبو کې ګډون وکړي.

د بیګ باش لیګ مشر، الیسټر دوسن هم ویلي دوی ته د لوبغاړو روغتیا لومړیتوب لري او په دې برخه کې به مجیب او نورو لوبغاړو سره مرسته کوي.

مجيب الرحمان ورو توپ اچونه کوي، چې د بيګ باش راتلونکو سياليو کې د برېسبین هېټ لوبډلې لپاره لوبېږي.

بيګ باش سيالۍ سږکال د ډسمبر په ١٠مه پيلېږي، چې د مجيب الرحمان پرته په پکې راشد خان، محمد نبي، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال هم لوبې تر سره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...