Homeخبرونهبایډن: ایران سره به د مسایلو حل اسانه، نه وي

بایډن: ایران سره به د مسایلو حل اسانه، نه وي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د ایران پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو په نیوکې سره ویلي نه پوهېږي چې د محسن فخريزاده وژنه به د تهران او واشنګټن ترمنځ پر اختلافاتو څه اغېز ولري.

بایډن ویلي د ایران او امریکا ترمنځ به د مسلو حل ستونزمن وي.

بایډن په یوه مرکه کې، د ټرمپ پر بهرني سیاست چې ایران سره چلن هم پکې شامل دی نیوکه کړې ده.

بایډن تر دې وړاندې ویلي وو که ایران د اټومي هوکړې د محدودیتونو پلي کېدو ته راوګرځي نو دی به هم امریکا بېرته دغه تړون ته وګرځوي.

خو د ایران حکومت وايي د امریکا شرطونه نه مني.

تازه د ایران پارلمان حکومت ته پر دغه هېواد د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدو لپاره دوه میاشتې وخت ټاکلی دی.

بایډن د محسن فخريزاده د وژلو په اړه ویلي، سخته ده چې ودې ویل شي، دا موضوع به د امریکا او ایران ترمنځ پر اختلافاتو څومره اغېز ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...