شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د ډاکتر سهیلا صدیق مړینه د افغانستان لپاره لویه ضایعه...

ولسمشر غني د ډاکتر سهیلا صدیق مړینه د افغانستان لپاره لویه ضایعه وبلله

تاند (جمعه د قوس ۱۴) د افغانستان لومړنۍ جنراله او پخوانۍ د روغتیا وزیره سهیلا صدیق نن جمعه د ۷۲ کلونو په عمر په کابل کې وفات شوه.

ښاغلې صدیق له نږدې شپږو کلونو راهیسې د الزایمر یا د حافظې د کمزورۍ په ناروغۍ اخته او په کابل کې د سردار محمد داود خان روغتون کې یې درملنه کېده.

ولسمشر محمد اشرف غني د ډاکتر سهیلا مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده او د ملي روغې جوړې عالي شورا هم د نوموړې په وفات کېدو خواشیني ښودلې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر محمد جواد عثماني هم د مېرمن صدیق مړینه د افغانستان لپاره نه جبرانېدونکي ضایعه بللې او وايي چې د روغتیا په برخه کې یې د خپلو خلکو د ژغورنې لپاره په ریښتیني ډول خدمت کړی و.

سهیلا صدیق نږدې څلوېښت کاله د روغتیا برخه کې کار کړی او د سردار محمد خان روغتون مشره وه او دغه راز له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۴ کال پورې د پخواني ولسمشر حامدکرزي په کابینه کې د افغانستان د روغتیا وزیره وه.

2 COMMENTS

  1. ګرګ در لباس ګوسفندد

    پخوانی مشر اوسنی مشر دې مشر اوهغه مشر او دعامې روغتیا وزیر محمد جواد عثمانی څخه په دیر ه درناوی هیله کیږی چې ځانونه خبر کړی که واقعا خبر نه
    لری کله چې دسردار شهید محمد داود خان یادونه کوو اوپالو یې نو پردې ښه بوهېږو چې چا دغه تاریخی جنایت وکړ اوچا شهید داود خان له کورنۍ سره یې په شهادت ورساوه . چا دغه مظلوم ولس دې توروتباهیوته ټیل واهه چې دغه ناروغی لا دوام لری
    زه دسهیلا پر شخصی ژوند کار نه لرم او ننه کومه بله ستونزه او ماته دهېواد په کچه دومره مطرح شخصیت نه ښکاری ولې حیران دی ته یم چې دهغی کوم ملی کرکتر ملی ضایعه ګنل کیږی او دضایعی تعریف څه دی؟ او ولې دغه برخه له معلو ماته په نظرکې نه راخی چې هغه یوه سره په داګه« پرچمۍ »وه موږ یې اورو ، لولو او وینو نو په دې ډول دا ښاخ لرونکی دروغجن غبرګون داښیی چې حکومت سره څومره پرچمیا ن لا ملګری دی

  2. Honordoctor suhaila was a special woman/she fight for equal rights’ i am sorry for her family.
    she was clear of any kind of corruption,trusted Afghan women.she was a star woman in afghan army.
    we tested many fundamentalist leaders working for foreign
    intelligence and full from corruption.she spent living on afghan&afghanistan.
    honor suhaila worked honestly for peoples;she was with peoples
    god bless her, amin
    razmohammed kamawal newyork

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب