شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني وايي، د کاکا مراد نیمګړي کارونه باید تعقیب شي

ولسمشر غني وايي، د کاکا مراد نیمګړي کارونه باید تعقیب شي

تاند (جمعه د قوس ۱۴) ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ناکامورا په افغانستان کې د اوبو د مدیریت او ښېرازۍ برخو کې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي چې هېڅکله به یې افغانان له یاده ونه باسي.

تتسو ناکامورا نږدې شل کاله په ننګرهار، کونړ او ځینو نورو ولایتونو کې د روغتیا، اوبو لګولو، باغدارۍ او نور برخو کې لسګونه پروژې عملي کړې دي.

نوموړی تېر کال د ډسمبر په څلورمه، سهار د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيه کمپونو ته نږدې سيمه کې په عمومي سړک ناپېژاندو وسله والو په نښه کړ چې موټرچلوونکی او څلور ساتونکي یې ووژل شول او دی ژوبل روغتون ته يووړل شو، خو د ژورو ټپونو له امله الوتکې کابل ته ژوندی ونه شوی رسولی.

د پي اېم اېس خیریه بنسټ مشر تتسو ناکامورا چې د ننګرهار اکثره خلک یې په کاکا مراد پېژني ، کلونه په افغانستان کې تېر کړي وو او د روغتیا، کرنې او اوبو لګولو په برخه کې یې ګڼې پروژې عملي کړې وې.

ددغه جاپاني الاصله افغان له مرګ وروسته د هغه په یاد غونډې وشوې، مډالونه یې په نوم شول، فلمونه پرې جوړ شول او پر ژوند یې کتابونه ولیکل شول.

خو هغه څه چې د ناکامورا پلان و او کوم څه یې چې غوښتل نیمګړي پاتې شول، چې تر اوسه هم هماغسې پاتې دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې تتسو ناکامورا د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ د دښمنانو له خوا په ډېرې بېرحمۍ او بزدلانه توګه ووژل شو، خو یادونه او د افغانستان لپاره کړي خدمتونه به یې تل د افغانانو په زړونو کې ژوندي وي.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي، د نوموړي وژنه د هغه چا کار دی چې پرمختللی افغانستان نه شي زغملی او زیاتوي چې هغه د اوبو مدیریت او سرسبزۍ په برخه کې نه هېرېدونکي خدمتونه کړي، چې عمده بېلګه یې د افغانستان په ختیځ کې د ګمبېري دښته ده.

خبرپاڼه زیاتوي، نوموړي د میلیونونو افغانانو ژوند ته بدلون ورکړ او نیمګړي کارونه یې باید تعقیب شي.

سرچینه کاږي، د افغانستان حکومت به د ناکامورا د نیمګړو پروژو له ډلې په لویې پکتیا او کابل ولایتونو کې د ځنګلونو رغولو، کرنې پراختیا او اوبو مدیریت بشپړولو هڅه وکړي، ترڅو د زرغون افغانستان لپاره د هغه خوبونه په ريښتیا بدل شي.

د ننګرهار ځايي چارواکي وایي، د ناکامورا اړوند بنست پي ام اس کارونه درېدلي نه دي او د هغه د وژل کېدو پېښه کې یې هم ځینې موندنې کړې دي.

د ننګرهار والي ضياوالحق امرخېل وايي، امنيتي ادارو یې ځينې نښې موندلي، خو تر بشپړېدو وروسته به یې شریکې کړي.

ناکامورا په پښتو ژبه روانې خبرې کولې او د افغانستان حکومت ورته افتخاري تابعیت او دولتي مډال ورکړی وو.

تتسو ناکامورا په ۷۳ کلنۍ کې ووژل شو او ګڼ شمېر افغانان د هغه په مړینه خفه او د افغانستان لپاره یې یوه لویه ضایعه بولي.

1 COMMENT

  1. whythe government could not take the security of honor Nakamura.
    because before also same kind attack happen to other japanize
    also before one executive director of agriculture in nangarhar
    killed by terrorists.
    ashraf ghani is not honest to nangarhar.see
    mybe pakistan build dame on kabul kuner river for punjab
    in talibs government,watch,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب