شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+راني مکرجي وايي فلمونو مې په ژوند ډېر اغېز وکړ او بدله...

راني مکرجي وايي فلمونو مې په ژوند ډېر اغېز وکړ او بدله يې کړم

تاند ( پنج شنبه، د قوس ۱۴) د هندي سينما مشهوره هنرمنده راني مکرجي وايي چې فلمي نړۍ ته له راتګ وروسته د هغه په ژوند کې ډېر بدلون راغى.

راني وایي ځينې فلمونه داسې دي چې د هغې په ژوند يې غوره اثر وکړ او له هغې څخه يې يو غوره انسان جوړ کړ.

د هندي رسنيو د راپورونو له مخې مشهورې هنرمندې راني مکرجي په يوه مرکه کې د ځينو فلمونو په اړه خبرې وکړې چې په ځانګړو کردارونو جوړ شوي و.

هغې وويل، (بلېک) او (هچکي) هغه فلمونه دي چې زما په ژوند يې ډېر اثر وکړ، ما په دې فلمونو کې په کار کولو ډېر څه زده کړل او يو غوره انسان رانه جوړ شو.

راني مکرجي په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې هغه ځان بختوره ګڼي چې د سنجى ليلا بنسالي په (بلېک) او د سدهارت ملهوترا په (هچکي) فلمونو کې يې کار کړى دى.

نوموړې په خپله مرکه کې وايي: « زه فکر کوم همدا فلمونه دي چې د خلکو ترمنځ يې دا بحث راپورته کړ، چې بايد له هر چا سره يو ډول چلند وشي.»

په (بلېک) فلم کې راني مکرجي د يوې داسې نجلۍ کردار لوبولى چې هغه ړنده وي.

همدا راز د هغې بل فلم (هچکي) چې په ٢٠١٨ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و نوموړې پکې د يوې ښوونکې کردار لوبولى و چې هغه پکې د اټکي يا هټکۍ ستونزه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب