شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ټیک ټاک خپلو کاروونکو ته پر نوي بدلون کار روان کړی

ټیک ټاک خپلو کاروونکو ته پر نوي بدلون کار روان کړی

تاند ( جمعه، د قوس ۱۴)  ټیک ټاک د خپلو کاروونکو لپاره په يو نوي مهم بدلون باندې کار روان کړى دى.

ډي ورج ورځپاڼې په يو راپور کې ليکلي چې د کوچنيو ويډيوګانو مشهور اپليکېشن ټیک ټاک مسوولان په دې اړه کار کوي چې د ويډيوګانو وخت زيات کړي.

دوی وایي چې دوى به د ويډيو وخت تر درې دقيقو پورې اوږد کړي او په ازمايښتي ډول يې دا کار روان کړى دى.

د ټیک ټاک له لوري د اوږدو ويډيوګانو دا اسانتيا اوس يوازې ځينو مشخصو ټک ټاک کاروونکو ته ورکړل شوې ده او د لومړۍ ازميښتي مرحلې څخه وروسته به د ټک ټاک مسوولان په دې اړه پرېکړه کوي چې دا اوس ټولو کاروونکو ته وړاندې کړي او که نه.

اوسمهال په ټیک ټاک کې زيات نه زيات د ١ دقيقې ويډيو خپرولو اجازه شته او همدا د ټیک ټاک ځانګړنه ده، ځکه د اوږدو ويډيوګانو لپاره د يوټيوب مشهوره وېبپاڼه شته چې ميليونونه ليدونکي لري.

ټیک ټاک د کوچنيو ويډيوګانو له امله ډېره مشهوره شوې ههم ده.

په دې کې خلک کولای شي نورو ته د دقيقو پر ځاى په ثانيو کې خپل پېغامونه ورسوي او د دې تر څنګ پکې جالبې ويډيوګانې هم په ثانيو کې خپروي، چې خلک يې ژر ګوري او ډېر وخت يې نه ضايع کېږي.

د ټیک ټاک شرکت د ٣ دقيقو ويډيوګانو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو هغه وېبپاڼې او خلک چې د ټېکنالوژۍ په نړۍ نظر ساتي، هغوى وايي چې ټک ټاک دا اسانتيا مشخصو خلکو ته ورکړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب