Homeخبرونهننګرهارکې، ملي امنيت ځواکونو د داعش ډلې مهم قومندان نيولی

ننګرهارکې، ملي امنيت ځواکونو د داعش ډلې مهم قومندان نيولی

تاند ( جمعه، د قوس ۱۴) د ننګرهار ولایت چارواکي وایي د دې ولایت د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره شپه دوه بېلا بېل عملیات ترسره کړي چې پر مهال يې د چپرهار ولسوالۍ په للمه سیمه کې د داعش ډلې د ځآنمرګو واسکټونو او ماینونو جوړونکی هدایت الله د مقاومت پر مهال وژل شوی دی.

د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي وژل شوي کس د ځآنمرګو بریدونو لپاره د واسکټونو او ماینونو جوړولو ترڅنګ نورو ته هم په یاده برخه کې روزنه ورکوله.

خوږیاڼی زیاتوي دغه د ملي امنیت ځواکونو د جلال اباد ښار په بېز اکمالاتي سیمه کې تېره شپه د عملياتو پرمهال د داعش ډلې مهم مشر قاري عبدالرحمن چې مهشور په قاري تمیم دی د یو بل همکار سره یو ځآی ژوندي نیولي دي.

چارواکي وایي په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

بل لورته داعش وسله والو هم د دې ادعاوو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...