یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپر سولې د سلا مشورو لپاره خلیلزاد قطر ته روان شوی

پر سولې د سلا مشورو لپاره خلیلزاد قطر ته روان شوی

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد پر سولې د سلا مشورو لپاره د قطر په لوري روان شوی دی.

خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې قطر ته په لاره به لومړی انقرې ته ځي او هلته به د ترکیې له چارواکو سره پر افغان سولې پروسې خبرې اترې کوي.

نوموړي ویلي چې له ترکیې به قطر ته ځي چېرته چې د بین الافغاني مذاکراتو دواړو لورو سره د لیدنو ترڅنګ پر طرز العمل د شوې موافقې او پرمختګونو په اړه د خبرو ترڅنګ هغوی و هڅوي چې نورو پرمختګونو سره هر اړخیز اوربند ته لاره هواره کړي.

خلیلزاد وایي چې تر قطر وروسته به د افغان سولې په تړاو د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفر کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې خلیلزاد د سولې د خبرو لپاره دغه هیواد ته سفر کوي بلکې له دې وړاندې هم څو څو ځله د سولې د بین الافغاني خبرو په ترڅ کې بیلا بیلو هیوادونو ته یې سفر کړی دی.

شاو خوا دوه میاشتـې وړاندې په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب