شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهواما اداره:د سولې خبرو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه وي

واما اداره:د سولې خبرو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه وي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) واما د تحقیق او نتایجو ادارې په یوه څېړنه کې ویلي چې د مذاکراتو لپاره کوربه هېواد باید بې طرفه هېواد وي.

دغې ادارې، چې د افغان سولې مذاکراتو لپاره د کوربه هېواد په اړه له ځینو سیاسي شنونکو او مبصرینو سره خبرې کړې، وایي چې اوسـمهال بیـن الافغاني مذاکرات په ښـه او منظـم ډول روان نـه دي.

ډيری دغه شنونکي په دې باور دي چې یو بې طرفه هېواد باید د سولې مذاکراتو د کوربه هېواد په توګه خپل رول ولوبوي.

ددغـو شـنونکو پـه بـاور، د قطـر پـر ځـای ازبکسـتان، جرمنـي، نـاروې، سـویس، سـعودي عربسـتان، مالیزیـا، اندونیزیـا، چیـن او یـا هـم ترکمنسـتان، غـوره بدیلونـه دي.

ددې تـر څنـګ یـو شـمېر نـور شـنونکي پـه دې بـاور دي، چـې ښـایي د ځـای بدلېـدل ګټور تمام نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې شاو خوا دوه میاشتې وړاندې د قطر په دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شوې چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب