شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

ګوترش:د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه په زیاتېدو دي

تاند(جمعه، د قوس ۱۵) د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له کورونا وبا څخه رامنځته شوي زیانونه به کلونه او ښايي لسیزې وخت ونیسي چې بېرته سم شي او یواځې په واکسین هر څه نشي جوړېدلی.

ګوترش ویلي، د وبا ټولنیز او اقتصادي‌ اغېز ډیر زیات دی او لا هم زیاتېږي.

د ملګروملتونو لخوا په یوه خپور شوي راپور کې راغلي، چې ددغې وبا له امله به سږ کال شاخوا د ۳۲ میلیونه خلکو اقتصادي حالت سخت خراب شي.

په راپور کې راغلي‌، چې ملګروملتونو هڅه کړې چې بشري مرستې میلیونونو خلکو ته ورسوي.

ګوترش پر اقتصادي مرستو ټینګار کړی او ویلي يې دي، هغو هېوادونو ته دې په قرضو کې نرمښت راوستل شي چې ورته اړتیا ولري.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر دې دمه په نړۍ کې له کورونا وبا څخه د مړو شمېر یو نیم میلیون ته نږدې شوی او پرې د اخته کسانو شمېر نږدې ۶۵ میلیونو ته رسېږي.

ګوترش داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د کورونا وبا مخ په زیاتیدو ده او ډیری هیوادونه یې زیانمن کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب