شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeجنرال وزیريتر ذهن مخکې شه- اتم لوست| جنرال دولت وزیري

تر ذهن مخکې شه- اتم لوست| جنرال دولت وزیري

د ماتیو مککي او کاټرین ستکر لیکنه
د ښاغلي صالح محمد صالح د پښتو ژباړې غورچاڼ

پر هر هغه څه باور په کار نه دی چې په ذهن کی درګرځي ستاسو ذهنونه ټول وخت بوخت او تاسو ته په غږیدلو نه ستړي کیږي. تاسي هم ورته ټول وخت غوږونه نیولي وي او اورئ يې.

ایا تاسي دی ته هم فکر کړی دی، کوم څه چې تاسي ته ذهن د سوچونو په بڼه وايي، دوی د کوم څه وړاندوینه کوي او یا رښتيا وايي؟

که ورته ځیر شئ تاسو به له داسي سوچونو سره مخ شي چې پر تاسو به ښه نه لګیږي. وايي به تاسو ښه قواره نه ارئ، د چا نه خوښیږئ، او يا د هيڅ کار نه ياست او په دې ډول نور.

په دې توګه سوچونه له تاسي سره مرسته نه شي کولای، دوی په دوامداره توګه راځي او ځي.د سوچونو د ځان ژغورل مشکله خبره ده او کاملا درول يې ستاسو له واکه پوره نه ده

 یوه لاره شته او هغه دا چې ځانونه د سوچونو په سیلاب کې له ډوبیدو وژغورئ. هغه لاره یواځې د خپلو سوچونو په نښه کول دي.

هغه سوچ چې د تاسو له پاره د اهميت او مانا وړ وي، په نښه يې کړئ او لږ پرې تم شئ. نورو سوچونو ته په سرسري نظر وګوري او هيڅ اهميت مه ورکوئ. ځکه چې ستاسي په ذهن کې سوچ له يوې ثانيې ډير دوام نه کوي ور پسې بل او بل را روان وي او دا لړۍ همداسې دوام لري.

سوچ یوازې سوچ دی کوم واقعیت نه دي خو ستاسو دښمن هم نه دی. خو که تاسو خپل ذهن جدي ونیسئ، له خپل ذهن څخه کیدای شي خوند واخلئ، د دې پر ځای چې د سوچونو په درياب کې لاهو شئ.

په واقعیت کې سوچونه هیڅ هم نه دي، دوی یواځي تخیلات دي. یو کس امکان لري په خپل ژوند کې په میلیونونو سوچونه ولري، خو دوی د سترګو په رپ کې راځي او ځي.

که په ژوند کې پر سوچونو باور وکړئ، جدي يې ونیسئ او دا توپیر يې ونه کړئ چې کوم یو يې حقیقي دي او کوم یو يې واقعي نه دی. نو بيا په هغه صورت کې سوچونه تاسو ته د کړاوونو په سرچینه بدلیږي. په دې صورت کې په کار ده چې تاسو له ځانه سوچ جوړ نه کړئ او د دې توان په ځان کې پيدا کړئ چې د سوچونو په نښه کول در ته اسان شي.

ليدلي به مو وي چې ځینې کسان د سوچونو پر ځاي په خپله سوچ ګرځيدلي وي.

پایله

په دې باید پوه شئ چې سوچونه ستاسو هويت نه دی. دوی واقعیت هم نه لري. ستاسو سوچونه شیان هم نه دي، هیڅ هم نه دي. دوی یواځې سوچونه دي او تخيلات دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب