Home+محمد نبي عيسی خېل میروېس اشرف ته موبایل ډالۍ کړ

محمد نبي عيسی خېل میروېس اشرف ته موبایل ډالۍ کړ

تاند ( پنج شنبه، د قوس ۱۳) د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي د ملي لوبډلې بل لوبغاړی میروېس اشرف په ډالۍ نازولی دی.

میروېس اشرف په خپله فېسبوک پاڼه د محمد نبي له لوري ورکړل شوې ډالۍ څخه مننه کړې ده.

میروېس اشرف ليکلي: « اتله ډېره زیاته مننه ستاسو له خاص پېرزوینې او اخلاص څخه. اتل نبي عیسی یل په دغه قیمتي موبایل ونازولم، کور يې اباد ښاد او اباد دې وي»

نبي عیسی خيل داسې مهال ميرویس اشرف ته موبایل ډالۍ کوي چې ميرویس اشرف څو ورځې وړاندې  په کندوز ولایت غلو لوټلی و.

هغه ليکلي وچې د کندوز او شېر خان بندر په سرک د دوی موټر غلو ودراوه او هر څه يې ترې یوړل.

محمد نبي څو ورځې وړاندې د مجیب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال سره یو ځای اسټرالیا ته لاړ.

نوموړی هلته د بیګ باش سیالیو کې د میلبورن رینیګاډز لوبډلې سره لوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...