شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+درې افغان لوبغاړي د آی سي سي د لسيزې غوره لوبډلې ته...

درې افغان لوبغاړي د آی سي سي د لسيزې غوره لوبډلې ته نوماندان دي

تاند ( پنج شنبه، د قوس ۱۳) د کرکټ نړيوالې شورا (آى سي سي) د لسيزې د غوره لوبغاړو تر اعلان وروسته اوس تازه د تېرې لسيزې د غوره نړيوالې يو ورځنۍ لوبډلې لپاره هم لوبغاړي نوماند کړي دي.

څو ورځې وړاندې آى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړي، د ټېسټ لوبو ، د نړيوالو يو ورځنيو لوبو او د نړيوالو شل اوريزو لوبو د لسيزې غوره لوبغاړي او ځينو نورو برخو کې د لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

په دې کې هر څوک د خپلې خوښې لوبغاړي ته رايه ورکولاى شي او هر چا چې ډېرې رايې ترلاسه کړې هغه به د لسيزې د غوره لوبغاړي په توګه اعلانېږي.

په دې برخه کې په لومړي ځل د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان هم په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزې ته نوماند دى.

تازه اى سي سي د هغه لوبغاړو ليسټ هم خپور کړى دى چې د تېرې لسيزې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو لوبډلې ته نوماند شوي دي.

په دې کې درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي عيسی خېل او چټک توپ اچونکى دولت ځدراڼ شامل دي.

د يادولو ده چې راشد خان په ٧١ لوبو کې د ١٨.٥٤ په اوسط ١٣٣ ويکټې ترلاسه کړې دي، محمد نبي په ١٠٨ لوبو کې بيا ٢٤٥٨ منډې کړې دي او همدا راز ١٢١ ويکټې يې اخيستي دي او دولت ځدراڼ په ٨٢ لوبو کې ١١٥ ويکټې ترلاسه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب