شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهفنلنډ په افغانستان کې د خپلوسرتېرو د شمېر د کمولو خبر ورکړی

فنلنډ په افغانستان کې د خپلوسرتېرو د شمېر د کمولو خبر ورکړی

تاند ( پنج شنبه، د قوس ۱۳) د فنلنډ دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو شمېر تر ټولو کمې کچې ته راټیټ کړي.

نورد نیوز د یاد هېواد د فاع وزارت په حواله راپور ورکړی دی چې غواړي په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۶۰ څخه ۴۰ ته راټیټ کړي.

سرچینه زیاتوي چې فنلنډي سرتېري له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونو ته د روزنې او مشورې دنده پر غاړه لري.

فنلنډ ویلي چې دا تغیرات به ډېر ژر عملي کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې امریکا هم په بېړه له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو ایستلو خبره کړې وه خو تازه یې ویلي چې په افغانستان کې به په خپلو دوو پوځي اډو کې یو شمېر سرتېري وساتي.

له یوه اړخه له افغانستان نه د بهرنیو سرتېرو د وتلو خبرونه خو بل لورته وروستیو جګړو خلک اندېښمن کړي دي.

دوی وایي د دې پرځای چې ورځ بلې ته افغان جګړه کمه شي نوره هم تېزېږي.

https://taand.net/%d8%ac%d9%86%d8%b1%d8%a7%d9%84-%d9%85%db%8c%d9%84%d9%8a-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af%d9%88%db%90-%d9%84/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب