شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بین الافغاني مذاکراتو د کړنلارې له وروستي کېدو هرکلی

د بین الافغاني مذاکراتو د کړنلارې له وروستي کېدو هرکلی

تاند ( پنج شنبه، د قوس ۱۳) قطر، جرمني، اندونېزیا، ناروې او ازبکستان د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره د بین الافغاني مذاکراتو د کړنلارې له وروستۍ کېدو هرکلی کړی دی.

یادو هېوادونو په خبرپاڼه کې یاده کړنلاره په افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي لپاره اړینه بللې ده.

سرچینې زیاته کړې دوی هیله لري چې دا خبرې به په افغانستان کې یو سوله ییز جوړجاړي ته لار پرانیزي.

خبرپاڼه کاږي دوی په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال د تاوتریخوالي لوړه کچه اندېښمنونکې بولي او له دواړه لوریو غوښتنه کوي چې، د تاوتریخوالي کمښت ته لومړیتوب ورکړي او په خپلو ګډو هڅو افغانستان یوې تلپاتې سولې ته ورسوي.

دا خبرپاڼه داسې مهال خپرېږي چې، په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې تاوتریخوالی لوړې کچې ته رسېدلی او هر ورځ د هېواد د یوې ولسوالۍ د سقوط خبر خپرېږي.

د کورنیو چارو وزارت په وينا يواځې په تېره یوه میاشت کې د طالبانو د ۱۶ ځانمرګو بریدونو او د ۱۶۸ ماینونو چاودنو له امله ۱۳۴ ملکي وګړي وژل شوي ۳۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب