شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ننګرهارکانال اړوند پرمالټو باغونو زورواکو چورګډ کړی

د ننګرهارکانال اړوند پرمالټو باغونو زورواکو چورګډ کړی

تاند ( پنج شنبه، د قوس ۱۳) د ننګرهار د کانال شرکت اړوند د مالټو د باغونو مسولان وایي، چې د شپې له خوا یې وسله وال غله او زورواکي د مالټو حاصلات په زوره وړي.

دوی ځایي چارواکي هم په دې برخه کې پر ناغیړۍ تورنوي او وایي، تراوسه یې د یادو وسله والو کسانو مخنیوی نه دی کړی.

د مالټو د باغونو مسولان اندیښنه لري او وایي که حکومت د دولتي باغونو د ساتنې لپاره جدي اقدامات ترسره نه کړي او د حاصلاتو د راټولو پر مهال د غلو او زورواکو مخه ونه نيسي له ګټې به یې زیان ډېر وي.

دوی که څه هم په مشخص ډول د چا نوم نه اخلي خو زیاتوي :« د شپې ناوخته غله او زورواکي راځي او له موږه په زوره مالټې اخلي او هرڅومره يې چې خوښه وي وړي يې موږ له وېرې څه نه شو ویلای او پولیس موږ سره مرسته نه کوي.»

خو د کانال ریاست مسولین وایي،د دې ادارې اړوند د مالټو فارمونه یې ځینو قرارداد کوونکو ته ورکړي او ورسره هوکړه شوې چې د باغونو ساتنه به په خپله کوي.

د کانال شرکت مطبوعاتي مسوول سید همایون غریبمل وایي: «سږنې حاصلات به د مالټو ۱۹ سوه ټنه وي او تمه شته چې راتلونکی کال به له دې هم زیات وي، د فارمونو د ساتنې لپاره له اړونده قرارداد کوونکو سره هوکړه شوې چې د فارمونو ساتنه به خپله کوي.»

د ننګرهار کانال شرکت له لوري د دې ولایت په بټي کوټ او ځینو نورو سیمو کې په ۶۱۰ هکتاره ځمکه د ستروسو باغونه جوړ شوي چې زیاته اندازه یې د مالټو دي او هر کال یې د حاصلاتو پرمهال د هیواد له بیلابیلو سیمو خلکو خوراک او لیدو ته راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب