جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد استرالیا جنګي جنایتونه؛ د پوځ لوړپوړي چارواکي باید محاکمه شي

د استرالیا جنګي جنایتونه؛ د پوځ لوړپوړي چارواکي باید محاکمه شي

تاند(پنج شنبه، د قوس ۱۳) په افغانستان کې د استرالیايي پوځ د جنګي جنایتونو له رسنیز کېدو وروسته اوس استرالیايي رسنۍ وایي چې د پوځ لوړپوړي کسان هم باید محاکمه شي.

د هغوی په خبره د پوځ لوړپوړي چارواکي ارو مرو د خپلو سرتېرو له جنګي جنایتونو خبر وو، نو که یې دا جنایتونه نه غوښتی اجازه به یې نه ورکوله او که ناخبره و نو باید د بې کفایتۍ او هېواد ته د خیانت په تور محاکمه شي.

بلخوا د استرالیا د پوځ لوړپوړو چارواکو رسنیو ته ویلي چې په پوځ کې پراخو اصلاحاتو او چاڼ ته اړتیا ده او استرالیا دې پایلې ته رسېدلې چې په پوځ کې یې حاکم فرهنګ ظالمانه او تر ډېره غیر انساني دی.

دوی ویلي په افغانستان کې د شوو جنایتونو قضیې څېړي او ټول ښکېل کسان به محاکمه کېږي.

په دې وروستیو کې رسنیو راپورونه خپاره کړل چې استراليایي ځواکونو له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال ګڼ جنګي جنایتونه کړي، عام وګړي یې وژلي، شکنجه کړي او په غیر قانوني توګه یې زنداني کړي دي.

دې مسئلې نړیوال غبرګونونه هم له ځان سره لرلي دي.

https://taand.net/%da%85%db%90%da%93%d9%88%d9%86%da%a9%d9%8a-%d8%af-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d8%b1%d8%a7%d9%84%db%8c%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%b9%d8%b3%da%a9%d8%b1%d9%88-%d8%ac%d9%86%da%ab%d9%8a-%d8%ac%d9%86%d8%a7%db%8c%d8%aa

تر دې وړاندې د استرالیا دفاع وزیرې لیندا رینولدس ویلي و چې د دې موضوع په اړه به شفافې او عادلانه څېړنې وشي.

د افغانستان د ماموریت په لړ کې ۲۶ استرالیايي پوځیان په جګړو کې وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب