Homeخبرونهپاکستان: په بین الافغاني مذاکراتو کې د وروستي پرمختګ هرکلی کوو

پاکستان: په بین الافغاني مذاکراتو کې د وروستي پرمختګ هرکلی کوو

تاند(پنج شنبه، د قوس ۱۳) پاکستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روانو مذاکراتو کې د وروستي پرمختګ هرکلی کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوو ترمنځ د کړنلارې پر سر توافق ته رسېدل یو مهم پرمختګ دی او دوی یې هرکلی کوي.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دوی د افغان سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې په افغانستان کې د روانو جګړود پای ته رسېدو سبب شي.

پاکستان تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې د روانو جګړو د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتونکي دي او تمه لري چې دواړه لوري په دې مذاکراتو کې یوې پایلې ته ورسېږي.

پاکستاني چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د پاکستان استخباراتي او نظامي ادارې په افغانستان کې د روانو جګړو په ملاتړ تورنې دي.

سره له دې چې پاکستان په افغان سوله کې د مرستې ژمنه کړې خو بیاهم عام افغانان پر پاکستان باور نه لري.

دوی وایي له دې وړاندې په ځلونو پاکستان په افغان سوله کې ژمنې کړي خو هېڅ عملي اقدام يې نه دی کړی.

اوس وبه ليدل شي چې، پاکستان څومره خپلې ژمنې ته عملي بڼه ورکولی شي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...