جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهد اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه

د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه

تاند(پنج شنبه، د قوس ۱۳) د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د اسیا پراختیايي بانک د کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده.

د افغانستان د مالیې له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اسیا پراختیایي بانک د کورونا ویروس له منفي اغېزو سره د مبارزې په موخه د افغانستان لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه.

خبرپاڼه لیکي، دغه پیسې به له کورونا ویروس سره د مبارزې او د هغه منفي اغېزو، د ټولنیز خوندیتوب ښه والي، د افغانستان د روغتیایي سیستم پیاوړي کولو، کار موندنې، ښې حکومتولۍ، له فساد سره د مبارزې، لوی اقتصاد د ثبات او یو شمېر نورو مهمو برخو کې ولګول شي.

دا په داسې حال کې د چې تېره ورځ نړیوال بانک له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو مرستې د ورکړې بهیر ودراوه.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس ولسمشرغني ته په یو لېږلي لیک کې ویلي، د افغانستان بانک ورته د پیسو د د لګولو په اړه معلومات نه دې ورکړی او له ولسمشره یې غوښتنه کړې چې په اړه دې خپله مداخله وکړي او دوی ته دې د ځینو نا ځوابه پوښتنو په اړه معلومات ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...