جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهسفیران: د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره اوربند اړین دی

سفیران: د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره اوربند اړین دی

تاند (پنجشنبه د قوس ۱۳) په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د مذاکراتو پر کړنلارې د توافق سره سم په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیرانو افغانستان کې د بېړني اوربند غوښتنه وکړه.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، دغو سفیرانو پرون چهارشنبه ناوخته له ولسمشر غني سره لیدلي او د جینوا کنفرانس د ژمنو پر عملي کېدو او سولې پروسې یې خبرې کړې دي.

د اروپايي تولنې سفیرانو د سولې په برخه کې د افغان دولت هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې دغه هڅې باید د اساسي مذاکراتو لپاره لاره هواره کړي.

دوس د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره بیړنی اوربند اړین وباله او د ملي روغې جوړې عالي شورا کې یې وروستي پرمختګونه وستایل.

د یو بل خبر له مخې ولسمشر غني تېره ورځ د افغانستان لپاره د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونتیکورو سره لیدلي او د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

ارګ ماڼۍ وايي، په دغه لیدنه کې له افغان ځواکونو د ناټو پر ملاتړ او دغه راز د جینوا کنفرانس په اړه خبرې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د پلاویو تر منځ د مذاکراتو په کړنلاره توافق وشو او دواړو خواوو په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

د افغان دولت او طالب پلاویو په اعلامیه کې راغلي، ګډې کاري کمېټې ته یې دنده سپارلې، چې د اجنډا موضوعات ترتیب کړي تر څو رسمي خبرې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب