جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پینځه زره طالب بندیانو په ډله کې خوشې شوی کس په...

د پینځه زره طالب بندیانو په ډله کې خوشې شوی کس په کابل کې نیول شوی

تاند (پنجشنبه د قوس ۱۳) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د حقاني شبکې یو کس نیولی دی.

ښاغلي صالح نن پنجشنبه د ۰۶:۳۰ بجو له امنیتي غونډې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، دغه کس د هغو پینځه زره طالبانو له ډلې دی چې څه موده وړاندې د حکومت له زندانونو ازاد شوي وو، خو بیا یې جګړې ته مخه کړې او غوښتل یې په کابل ښار کې ترهګریز بریدونه تر سره کړي.

نوموړی وايي، نیول شوی کس شیراحمد نومېږي او د حقاني شبکې پورې تړلی دی.

هغه دغه راز زیاته کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې اووه تنه نور وسله‌ وال هم نیول شوي دي.

وروسته له هغه چې د افغانستان حکومت د بین الافغاني خبرو د پیل په موخه د طالبانو شاوخوا پینځه زره بندیان له بندونو خوشې کړل، هممهال ورسره د جګړې ډګر تود شو او هره ورځ د هېواد له بېلابېلو سیمو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت څه موده وړاندې ویلي وو چې په دې وروستیو کې له شلو په ډېرو ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب