Homeخبرونهپمپیو: مذاکراتو کې د پرمختګ هرکلی کوو، اوس باید اوربند وشي

پمپیو: مذاکراتو کې د پرمختګ هرکلی کوو، اوس باید اوربند وشي

تاند(پنج شنبه، د قوس ۱۳) امریکا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په مذاکراتو کې د وروستي پرمختګ هرکلی کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي امریکا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو پر کړنلارې د رامنځ ته شوي توافق هرکلی کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې امریکا په مذاکراتو کې د لا ډېر پرمختګ غوښتونکې ده او تمه لري چې دواړه لوري ژر تر ژره پر دایمي اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو هوکړې ته ورسېږي.

مایک پمپیو ټینګار کړی چې مذاکرات باید په افغانستان کې د جګړو د کمېدو او دایمي اوربند سبب شي.

تر دې وړاندې هم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې به یې تر ټولو ډېر ټینګار پر اوربند وي.

افغان حکومت هم وایي چې د مذاکراتو په دې پړاو کې یې اوربند تر ټولو مهمه او اساسي غوښتنه ده.

افغان ولس هم د دغه مذاکراتو مثبتې پایلې ته انتظار کوي، او لویه غوښتنه یې له دواړو لوریو د اوربند د کولو ده.

شاو خوا دوه میاشتې وړاندې په قطر کې د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...