پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+روغتیايي حالت معلوموونکي کالي

روغتیايي حالت معلوموونکي کالي

تاند- په سینګاپور کې ساینسپوهانو داسې ځیرک (سمارټ) کالي جوړ کړي چې د موبایل ټېلفون له لارې کنټرولېږي او د انسان د بدن د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات ورکوي.

دا جامې د انسان د بدن د تودوښې په ګډون راز راز معلومات شېبه په شېبه معلوموي او د موبایل په ذریعه یې اغوستونکي ته رسوي.

دا کالي په ځانګړي ډول مسلکي ورزشکارانو ته امکان برابروي چې د خپل بدن د وضعیت او لوبې ته د چمتووالي په اړه خبر شي او که یې وضعیت ښه نه وي له ډاکترانو وغواړي چې ورسره مرسته وکړي.

دا کالي د بدن د حیاتي نښو د څرک لګولو او د لاس و پښو د حرکتونو د څرنګوالي له مخې د عضلو او هډوکو کوچني ټپونه هم پېژندلی شي.

د همدې هدف لپاره په کالو کې یو شمېر سینسورونه نصب شوي چې له این ایف ټکنالوژۍ څخه په استفادې د یوه اپلیکېشن له لارې تماس نیسي.

دا کالي لا په تجربوي پړاو کې دي خو هیله ده چې په لنډ وخت کې ورزشکارانو، ناروغانو او دغه راز روغتونونو ته وسپارل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...