پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهترکیې په افغانستان کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده

ترکیې په افغانستان کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۰) د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې په غزني کې د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او په افغانستان کې یې وروستی تاوتریخوالی بوږنوونکی بللی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ژر درېدو، تاوتریخوالي د کمولو او بېړني اوربند اړتیا ده.

یاد هېواد هیله څرګنده کړې چې طالبان او افغان حکومت وکړی شي ژر تر ژره یوه دایمي اوربند ته سره ورسېږي.

ترکیې تر دې وړاندې هم ژمنه کړې چې د افغان سولې له بهیر سره بشپړ همکار دي او ملاتړ یې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...