شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهتوماس جانسن:طالبان د خپل حکومت د جوړولو لپاره جګړو ته ادامه ورکوي

توماس جانسن:طالبان د خپل حکومت د جوړولو لپاره جګړو ته ادامه ورکوي

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۰) امریکايي شنونکي وایي د سرتېرو تر وتلو وروسته ښایي افغانستان د خونړۍ جګړې پر ډګر بدل شي.

په امریکا کې د پوهنتون استاد او د سیمې د وضعیت څارونکی توماس جانسن وایي طالبان تر ډېره پر سوله باور نه لري بلکې دوی به جګړه کوي او د خپل حکومت د جوړولو لپاره به هڅو ته ادامه ورکوي.

سرچینه کاږي وروستیو حالاتو وښوده چې طالبان له خپل دريځ نه په شا کېږي، دوی به تاوتریخوالي ته ادامه ورکوي، دوی دېرش کاله جګړه کړې ده او که وغواړي د خپلو غوښتنو لپاره به پنځوس کاله نور هم جګړه کوي.

د توماس په خبره امریکا په افغان جګړه کې سترې تېروتنې کړې دي او اوسنی وضعیت هم د حل لار نه ده.

نوموړي تمه ښودلې چې امریکا د افغان جګړې د ختمولو لپاره عملي او واقعي حللاره پیدا کړي څو ټول اړخونه په افغانستان کې سره راټول شي او په دغه هېواد کې ددایمي اوربند او سولې لپاره کار وکړي.

توماس له امریکايي حکومت او نړیوالو د افغانستان په اړه د دقت او احتیاط غوښتنه کړې ده.

توماس جانسن داسې مهال دا څرګندونې کړې دي چې شاو خوا دوه میاشتې وړاندې په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې دي چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلې نه دي.

1 COMMENT

  1. دا لیکونکی د امریکا د خارجی پالیسی د مافیا یو کس دی. دا د خپلو بادارانو د قاتلو وسلو د خرڅولو لپاره خپله دنده ترسره کوی. هغه نه د امریکا او نه د افغانستان په غم کی دی. يو هوښیار کس باید ویلی وای سمه خبره څه ده. لیکونکی یوازی سوله نه غواړی نور هرڅه ورته منظور دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب