Homeخبرونهروسیه:افغانستان کې د استرالیا جنګي جنایتونه ټکان ورکوونکي دي

روسیه:افغانستان کې د استرالیا جنګي جنایتونه ټکان ورکوونکي دي

تاند(دوشنبه، د قوس ۱۰) روسیې په افغانستان کې د استرالیا جنګي جنایتونه غندلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي استرالیايي حکومت په خپله اقرار کړی چې سرتېرو یې په افغانستان کې ۳۹ ملکي وګړي په قصدي توګه وژلي دي.

روسیه وایي د استرالیايي ځواکونو دغه جنګي جنایت ټکان ورکوونکی دی.

سرچینه کاږي استرالیا ځان د نړیوال نظم په راوستلو او ساتلو کې مسووله بولي، خو وروستیو راپورونو وښوده چې دوی ناکام دي او په نړۍ کې د بې نظمۍ سبب شوي دي.

تر دې وړاندې چین هم دغه پېښې غندلې وې او هغه یې بوږنوونکې بللې دي.

د استرالیا حکومت بیا وایي دوی نه غواړي د خپلو سرتېرو جنګي جنایت پټ کړي او وخت په وخت به ددغه قضیو په اړه بشپړ معلومات له رسنیو سره شریکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...