جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعمران خان: جو بایډن دې د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره...

عمران خان: جو بایډن دې د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره تعقیب کړي

تاند (پنجشنبه د قوس ۶) د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي هیله لري چې د امریکا د متحده ایالاتو نوی ولسمشر جو بایډن به هم د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره تعقیب کړي.

خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي هېواد یې افغان سوله کې ډېره همکاري کړې او هیله لري چې په دې برخه کې به لا ډېر پرمختګ رامنځته شي.

نوموړي د امریکا د پخواني ولسمشر او افغان سولې پروسې ته په اشارې سره ویلي چې د ټرمپ تر ټولو غوره کار په افغانستان کې د سولې پروسه پیلول وو او باید دا لړۍ روانه وساتل شي.

ده زیاته کړې په افغانستان کې روانه جګړه یواځې د خبرو له لارې پای ته رسېدلی شي، نو بایډن باید په سوله ټینګار وکړي.

د پاکستان د صدراعظم په وینا، د دوی په همکارۍ د افغانانو تر منځ د سولې خبرې پیل شوي دي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې باید پیاوړې شي.

عمران خان په داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې لا هم په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ مسئله بلل شوې ده او په دوحه کې د دوو میاشتو په تېرېدو سره د افغان حکومت او طالبانو پلاوي پر کاري اصولو کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون چهارشنبه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د سولې په خبرو کې کوم ځانګړی پرمختګ نه لیدل کېږي، هغه ځکه چې طالبان د اساسي قانون خلاف غوښتنې لري او ددې پر ځای چې په افغانستان کې یې تاوتریخوالی کم کړی وی، لا پسې زیات کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب