تاند (پنجشنبه د قوس ۶) د بدخشان امنیتي چارواکو د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې په دغه ولایت کې دې د سیمه ییزې اردو او پولیسو ۲۱ سرتېري له دوی سره یو ځای شوي وي.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي، دغه پولیس سرتېري له طالبانو سره نه دي یو ځای شوي، بلکې دندې یې پرېښې دي.
دده په خبره چې دغو پولیسو ته معاشونه نه دي ورکول شوي، نو ځکه یې خپلې وسلې د اعتراض په ډول ایښي او کورنو ته تللي دي.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د سیمه ییزو پولیسو معاش ورکاوه، خو کله چې دغه پولیس له محلي اردو سره یو ځای شول، معاشونه یې دفاع وزارت پورې وتړل شول.
د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، ښايي د همدې نوې کړنلارې د بدلون له امله د سرتېرو معاش ځنډول شوی وي، نو دوی هم د خبرېدو په صورت کې خپلې وسلې په ځمکه ایښي او کورونه ته تللي دي.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ همدې محلي ځواکونو ته منسوب انځورنه خپاره کړل او ادعا یې کوي چې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د خپل قوماندان عاشور محمد په ګډون یاد کسان له دوی سره یوځای شوي دي.