جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeروغتیاد حاملګۍ پر وخت خواړه/ روضیه بهیر

د حاملګۍ پر وخت خواړه/ روضیه بهیر

د کلسیم اړتیا:

په یو ورځ کې له ۴۰۰- ۵۰۰ ملي ګرام پورې د بالغو کسانو له پاره باید ورکړل شي دا اړتیا په ماشومانواو حامله میرمنو کې زیات دی (اساست تغزیه- ۴۰ مخ).

اوس به د کلسیم په اړه مهمې نقطې په لاندې جدول کې وړاندې کړو:

منرال دنده اصلي سرچینې د کمښت نښې د زیاتوالي نښې
کلسیم د هډوکو او غاښو له پاره مهم دی د عضلاتو په خلاصېدو بندېدو کې، د وینې فشار، معافیت، د شېدو په تولید، د انزایمونو او هورمونو په میتابولیزم کې مهم رول لري. په شېدو او د شېدو په تولیداتو کې، په وړو ماهیانو او سبزیجاتو کې. ماشون د ودې نه وروسته پاتې کېږي، هډوکې ډېر نازک وي، هډوکې د ماتېدوسبب، غاښونه او هډوکې مناسبه وده نه کوي. یو زایا ته اندازه کلسیم اطراح کېږي خود نامتوازمنه هورموني حالاتو نه غیر د تغذی د کموالي سبب نه ګرځېږي.

1

فاسفورس (Phosphoresce):

فاسفورس هم معدني ماده چې د کلسیم په څېر د انسان د بدن په هره حجره کې ځای لري او د بدن یو فیصد وزن جوړوي.

فاسفورس هم د انسان په اسکلیتي یا هډوکو برخه کې ځانګړی رول لري او په خاص ډول په عصبي نسجونو کې لوړ اهمیت لري فاسفورس د وینې د ترکیب، د غاښونو د هډوکو او د بدن د اسید او قلوي تعادل له پاره مهم دی او هم د بدن د انزایمونو د ترشح د پاره ضروري دی د کلسیم په څېر په هډو کې ذخیره کېږي.

   فاسفورس هم په ټولو عذايي موادو کې موندل کېږي لکه: هګۍ، ماهیانو غوښو، غنمو، په وچو میو لکه: بادامو پسته، تازه مېوې لکه مڼه، زردالو په حبوباتو کې لکه لوبیا هم په زیات اندازه پیدا کېږي د یو بدن له پاره د ورځې په اوږدو کې یو نیم ګرام پورې تعین شوې ده چې د ورځینیو خوړو له لارې پوره کېږي ( کرنپوهنه: ۲۱۳ مخ).

په بدن کې د فاسفورس کمښت:

۱ – د ماشومانو بدن په ښه توګه وده نه شي کولای او هم د راشتیزم ناروغۍ پیدا کوي.

۲ – ترشح کونکي غداوات بې نظمه کوي.

۳ ـ د کلسیم په څېر د اعصابو خرابوالی او د هډوکو د نرمښت سبب کېږي.

۴ ـ ویښتان او نو کان ماتېږي او زېړیږي.

۵ ـ د انسان حافظه کې کموالی اوخرابوالی رامنځته کېږي.

له دې پرته نورې دندې هم لري. لاندې به یو وړوکې جدول وړاندې کړو:

منرال دنده اصلي سرچېنې د کمښت علایم د زیاتوالي علایم
فاسفورس د حجرې د مسایلو په اړه، د حجرې په غشا کې، د هډوکو او غاښونو په جوړښت او میتابولیزم کې رول لري. په ټولو حیواني نسجونو کې. بې اشتهايي رامنځته کېږي، د هډوکو درد پیدا کېږي، د عضلاتو ضعیف والی، د ودې او رشد خرابوالی په ماشومانو کې د ریکیتس رامنځته کېدل. د انسان له بدن څخه کلسیم زیات اطراح کېږي.

د کلسیم او فاسفورس د اړتیا په اړه انجنیر محمد اجمل په خپل اثر(عمومي زراعت) کې په دې اړه په زړه پورې خبرې کړې چې ځنې برخې رانقلوم: ((حامله ښخې، یا هغه ښځې چې ماشوم ته شېدې ورکوي کلسیم او فاسفورس ته یې اړتیا ځکه زیاته وي چې د مور له وینې څخه کوچني ته کلسیم ورځي چې همدغه کلسیم د کوچني پالنه کوي او د هغه د هډوکي ور څخه جوړیږي. … که دحمل په وخت ښځې ته مناسب خواړه و نه رسیږي د کوچني هډوکي سمه وده نه مومي او کیدای شي چې په اخر کې یې غاښونه خراب او چینجن هم شي نو معلومه شوه چې د غټو په پرتله کوچنیان د هډوکو او غاښونو ښه والی او کلکوالي له پاره کلسیم او فاسفورس ته زیاته اړتیا لېدل کېږي ښایي چې د هغوی خواړه په پوره اندازه کلسیم او فاسفورس ولري))(کرنپوهنه:۲۱۵ مخ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب