جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: سوله کې د پرمختګ تمه لرو، تاوتریخوالی باید کم کړل...

اروپايي ټولنه: سوله کې د پرمختګ تمه لرو، تاوتریخوالی باید کم کړل شي

تاند(پنج شنبه، د قوس ۶) اروپايي ټولنه وایي په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا ویلي چې ددوی مرستې د سولې په برخه کې له پرمختګونو سره مشروطې دي او په خبره یې اوسنی وضعیت او تاوتریخوالی هېچا ته د منلو نه دی.

کوبیا ویلي طالبانو د سولې له خبرو سره هم مهاله تاوتریخوالی ډېر کړی دی چې دا هېچا ته د منلو نه دی.

نوموړي یو ځل بیا پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره د سولې په مذاکراتو کې پر اوربند او د جګړو پر درولو هوکړې ته سره ورسېږي.

کوبیا دا هم وایي چې دوی ته د سولې پروسه نه، بلکې پایله مهمه ده او د همدې پایلې پر بنسټ به دوی پرېکړه کوي.

هغه له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل هم یو خطرناک ګام بللی دی او له امریکایي حکومت یې د مسوولانه چلند غوښتنه کړې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب