جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهافغان حکومت: له پاکستان سره د سوداګرۍ پر لا اسانتیا کار روان...

افغان حکومت: له پاکستان سره د سوداګرۍ پر لا اسانتیا کار روان دی

تاند(پنج شنبه، د قوس ۶) افغان حکومت وایي له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې حل شوې دي او د پاتې خنډونو پر له منځه وړلو هم کار روان دی.

د افغانستان د سوداګر او صنعت وزارت وایي چې افغان سوداګرو دوی ته ۲۱ ستونزې په ګوته کړې وې او دوی بریالي شوي چې ډېری یې له منځه یوسي.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي وایي چې د وزارت نوې رهبري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډاډمنې سوداګرۍ د رامنځ ته کولو په برخه کې کار کوي.

هغه وایي چې ژر به د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره یوه بله غونډه هم وشي چې ډېری ستونزې به پکې ختمې کړل شي.

پاکستان هم ویلي چې دوی له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د ټولو خنډونو له منځه وړلو ته تیار دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...