جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د سریلانکا؛ لنکا پرېميرلیګ سيالۍ نن ماښام پيلېږي

د سریلانکا؛ لنکا پرېميرلیګ سيالۍ نن ماښام پيلېږي

تاند (پنج شنبه، د قوس ۶) د سریلانکا هېواد لنکا پريمر ليګ سیالۍ نن ماښام شپږ نيمې بجې پيليږي.

ټاکل شوې ده چې، لومړی پړاؤ لنکا پریمر لیګ نن د کولمبو کېنګز او کینډي ټاسکرز په لوبې سره پیل شي.

په لنکا لیک ګې ټولې پینځه لوبدلې لوبېږي چې د افغان لوبغاړو په ګډون پکې د بېلا بېلو هېوادونو مشهور لوبغاړي اخیستل شوي دي.

په یاد لیګ کې ۷ افغان لوبغاړي اخیستل شوي.

حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز، نوین الحق، قیس احمد، کریم صادق، سمیع الله شینواری او افتاب عالم هغه لوبغاړي دي چې په لنکا لیګ کې به ولوبېږي.

په نننۍ سیالۍ کې به قیس احمد او کریم صادق د کولمبو کینګز په ګټه، نوین الحق او رحمان الله ګربز به د کینډي ټاسکرز په ګټه ولوبیږي.

د دغه لیګ د خپرولو حقوق په افغانستان کې ملي سپورټ تر لاسه کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب