یکشنبه, جون 2, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: افغانستان باید ډیجیټلي اقتصاد او حکومتولي ولري

ولسمشر غني: افغانستان باید ډیجیټلي اقتصاد او حکومتولي ولري

تاند (پنجشنبه د قوس ۶) ولسمشر محمد اشرف غني برېښنا شرکت ته سپارښتنه کړې، چې له خصوصي سکتور سره په ګډه دې د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه حل کړي.

د ارګ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي غني پرون ماښام مهال د برېښنا شرکت مسؤلینو ته په خبرو کې وویل چې د برېښنا د ضایعاتو کمولو لپاره چې څومره پاملرنې، پانګونې او اصلاحاتو ته اړتیا وي په اړه یې خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: «غواړم د دیجیټل جوړولو د بېلابېلو ابعادو په اړه یوې پایلې ته ورسېږو، په دې برخه کې مشخص وړاندیزونه وکړئ.»

د نوموړي په وینا د افغانستان برېښنا شرکت او اترا اداره باید په ګډه په اساسي توګه د برېښنا لېږد مزو او نوري فایبر په اړه یوې پایلې ته ورسېږي او زیاتوي چې افغانستان باید ډیجیټلي اقتصاد او حکومتولي ولري. «موږ باید دیجیټلي حکومتولي او دیجیټلي اقتصاد ولرو.»

ولسمشر غني وايي، د افغانستان برېښنا شرکت باید له خصوصي سکتور سره په ګډه کار وکړي، تر څو په ژمي کې د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو د برېښنا د کموالي ستونزه حل شي.

په کابل کې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د برېښنا نشتون یا کموالی هغه څه دي چې ګڼ شمېر ښاریان او د فابریکو مسؤلین یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت بیا وايي چې یاده ستونزه کابل ته له ازبېکستان څخه کابل ته د واردېدونکې برېښنا له امله رامنځته شوې ده. «د ازبیکستان هېواد په یو سب ستېشن کې د تخنیکي ستونزې د رامنځته کېدو له امله، نوموړې هېواد افغانستان ته دخپلې وارداتي برښنا کچه له ۴۵۰ څخه ۳۸۰ میګاواټو ته را کمه کړې او اوس مهال کابل ښار کې د وارداتي برښنا کچه ۲۰۷ میګاواټو ته رسېږي.»

1 COMMENT

  1. ورځینی درواغ ماسوا هیڅ هم نشته، د غني هغه ژمنې د ټول ملت په یاد دي چې ویل پینځوو کلونو کې به آن قبایلو ته هم برېښنا ورکړي خو اوس دادی کابل هم برق نه لري ، کابل کې داسې سیمې شته چې ۲۴ ګړیو کې ۲ ګړې برېښنا هم نه لري، د غني په مشرۍ اوسنی دولت سخت ناکام دی او ورځ تر بلې خرابیدو په لورې روان دی، امنیت، سوداګري، اقتصاد، او نورې ډول ډول ستونزې زیاتې شوې کمې نه شوې، ترڅو چې دولت د فساد سره لازمه مبارزه ونه کړي ستونزې به نورې هم زیاتې شي او د خلکو واټن به دولت سره نور هم زیات شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب