جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهجاپان هيله ښودلې چې، بین الافغاني مذاکرات به د دایمي ثبات لامل...

جاپان هيله ښودلې چې، بین الافغاني مذاکرات به د دایمي ثبات لامل وګرځي

تاند (پنج شنبه، د قوس ۶) په پاکستان کې د جاپان سفیر ماتسودا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دوی تمه لري چې، روان مذاکرات په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات سبب شي.

هغه ویلي د افغانستان د سولې مسئله د جاپان له بشپړ ملاتړ برخمنه ده او د اړتیا پر مهال له دې بهیر سره مرستو ته هم تیار دي.

جاپان دغه راز د سولې په برخه کې د پاکستان رول هم مهم بللی دی او د دغه هېواد پر لا ډېرو همکاریو یې ټینګار کړی دی.

نړیوال داسې مهال له افغان سولې ملاتړ کوي، چې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مذاکراتو کې محسوس پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی.

بل لورته په هېواد کې د ننه جګړې زیاتې شوې او هره ورځ د ملکي افغانانو ژوند اخلي.

د یادونې ده چې د نړیوالې ټولنې ډېره برخه مرستې هم د افغانستان د سولې په مسئله کې له پرمختګونو سره تړل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...