Homeخبرونهکندهار کې هوايي برید؛ ۱۵ طالبانو وژل شوي

کندهار کې هوايي برید؛ ۱۵ طالبانو وژل شوي

تاند (پنجشنبه د قوس ۶) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په کندهار کې پر طالبانو هوايي برید کړی او د دغه ډلې ۱۵ غړي یې وژلي دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو د پنجوايي ولسوالۍ په یار کلا سیمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې د هوايي برید ښکار شول.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۱۵ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت وايي په یاد برید کې ددغې ډلې شپږ پتنځاینونه هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....