جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+راشدخان د ۲۰۲۰م کال د هند غوره ليګ تر ټولو اغېزمن لوبغاړی...

راشدخان د ۲۰۲۰م کال د هند غوره ليګ تر ټولو اغېزمن لوبغاړی شو

تاند (چهارشنبه، د قوس ۵) د ۲۰۲۰م کال هند غوره لیګ  يا آي پي اېل سياليو کې  افغان ستوری راشد خان ترټولو «اغېزمن» لوبغاړی اعلان شو.

په دې رایه اچونه کې د هند د غوره ليګ لوبو ۱۰ لوبغاړي شامل وو.

ارچر، بومرا، ډیویلیرز، راشدخان، ډیکاک، راهول، رباډا، کرن، بولټ او سوریا کمار هغه لوبغاړي وو چې په دې سیالۍ کې برخه لرله.

دا سيالي په پنځو پړاوو کې ترسره شوه چې په وروستي او پنځم پړاو ته راشد خان او بومرا پاتې شول.

راشد په پای کې له ټولو مخکښ شو او تر بومرا يې ډېرې رايې وګټلې او د ۲۰۲۰م کال ای پي ایل لیګ اغېزمن لوبغاړی اعلان شو.

افغان ورو توپ اچوونکی راشد خان اوسمهال په آسټراليا کې دی او هلته د۱۴ ورځو لپاره قرنطين شوی.

نوموړی به له ۱۴ ورځو قرنطين وروسته خپلې لوبډلې سره د آسټراليا په بګ باش سياليوکې ګډون وکړي.

بېګ باش لوبې د را روانې ډسمبر میاشتې په لسمه پيلېږي.

https://taand.net/%d8%b1%d8%a7%d8%b4%d8%af-%d8%ae%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d8%b3%d9%bc%d8%b1%d8%a7%d9%84%d9%8a%d8%a7-%da%a9%db%90-%d8%af-%db%b1%db%b4-%d9%88%d8%b1%da%81%d9%88-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب