تر ذهن مخکې شه
د ماتییو مککي او کاټرین ستګر لیکنه
د ښاغلي صالح محمد صالح د پښتو ژباړې غورچاڼش
شپږم لوست
- امرانه او زاړه سوچونه
موږ او تاسې په مختلفو وختونو کې د ډول ډول سوچونو د برید لاندې راځو. له هغوی څخه ځینې يې امرانه، زاړه او ځینې يې یواځې الفاظي سوچونه دي. کله نا کله زموږ او ستاسې ذهن ته داسې سوچونه راځي چې موږ او تاسې ته د یوه کار د تر سره کولو امر کوي. دې ډول سوچونو ته امرانه سوچونه وايي.
دا ډول سوچونه ډیری وختونه د خپګان پر وخت زموږ او ستاسو ذهنونه بوخت ساتي. دا ډول سوچونه هڅه کوي چې خپل امر په موږ او تاسې وتپي. د بیلګې په توګه ورځ باراني ده، زموږ ذهن ته امرانه سوچ راځي راته وايي چې کور کې پاته شه، نن قرار تلویزیون وګوره، هوا سړه ده چې ناروغ نه شي. په داسې حالاتو کې باید موږ د دې توان ولرو چې دا ډول امرانه سوچونه تحلیل کړای شو او وګورو چې دا ډول امرانه سوچ زموږ په ګټه دی او که موږ له کاره را ګرځوي. که دا ډول سوچ زموږ او تاسې په ګټه نه وي او موخه يې یواځې له کار څخه زموږ را ګرځول وي، نو باید له نظره يې وغورځوو او په خپل کار پسې لاړ شو.
د امرانه سوچونو پر وخت اول باید دوی وپیژندل شي چې دا امرانه سوچونه دي، دویم د دغه ډول امرانه سوچونو موخې ځان ته معلومي کړو. دریم، سوچونه تحلیل او پام ورته وکړئ، خو عمل په خپله انتخاب کړئ. څلورم دا ډول سوچ که ستاسو په ذهن کې هم وي، خو د عمل کولو له پاره لاره خپله غوره کړئ.
ځینې وختونه د عادت له مخې په زاړه سوچونو پسې داسې کلک نښلو چې ځان ترې نه شو خلاصولای. خو که پام ورته وکړو زاړه سوچونه زړې ډوډۍ ته ورته دي. څرنګه چې زړه او ورسته ډوډۍ د خوړلو وړ نه وي په همدې توګه زاړه سوچونه هم ګټور نه دي. د بیلګې په توګه په تیرو وختونو کې له ونې را ګذار شوي یاست، خو اوس هم د ونې په لیدلو په ذهن کې مو ډول ډول سوچونه راځي. فکر وکړئ چې دا ډول سوچونه ستاسو درد دوا کوي او که یواځې ستاسو ذهن په زړو سوچونو بوخت ساتي. ښه دا ده چې له دا ډول سوچونو ځان وژغورو، لکه چې له خوسا ډوډۍ څخه ګټه نه پورته کوئ، داسې سوچونه هم لیري واچوئ.
په دې باید پوه شو چې سوچونه یواځې الفاط دي. خو کله نا کله زموږ ذهنونه دغه الفاظ واقعي ګڼي او مخکې له دې چې ځانونه ور باندې پوه کړو په حقیقت بدلیږي. که په دې ځان پوه کړو چې سوچونه یواځې الفاظ دي، باید دا مسله جدې ونیسو.
دا سمه ده چې ذهن د واقعیت یوه ځواکمنه کارخانه ده، خو واقعیت ټول وخت هغه څه نه وي چې زموږ په ذهن کې ګرځي. د بیلګې په توګه که د ځان په هکله ذهن ته راولو چې پوزه مې غټه ده، ښکلی نه یم، د چا نه خوښیږم. اوس وګوري چې دا ډول سوچونه یواځې الفاط دي او که واقعیتونه. حال دا چې نه مو پوزه غټه ده، نه بدرنګ یاست او له تاسو د چا نفرت هم نه راځي.
یا په یوه کاغذ وليکئ چې تاسو ډارن یاست او پر خپلو کالیو يې ونښلوي. دا لیبل چې هر څوک وګوري وبه وايې چې دا چټیاټ دې ولې لیکلي دي، ځکه ته خو کافي زړور يې. دلته پایله داده چې دغه د ډارن کلمه یواځې یو لفط دی نه حقیقت.
په پایله کې ویلای شو چې د امرانه، زړو یا ورستو سوچونو او یواځې د الفاظي سوچونو سره ځان دومره بوخت نه کړو چې موږ له خپلې لارې بې لارې او زموږ د پرمختګ مخه ونیسي.