شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهجرمني؛ په کندوز کې د خپلو عسکرو شمېر کموي

جرمني؛ په کندوز کې د خپلو عسکرو شمېر کموي

تاند (چهارشنبه، د قوس ۵) جرمني په کندوز ولایت کې د خپلو مېشتون عسکرو شمېر کموي.

افغانستان کې د مېشتو الماني چارواکو له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه پریکړه د سږکال په پسرلي کې د ناټو سره په همغږۍ شوې ده.

د جرمني د ګډو عملیاتو ویاند ویلي، د سرتیرو کمولو پریکړه د امریکايي سرتیرو وتلو په غبرګون نه ده شوې.

سرچينه وایي دوی په کندوز کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د سلو په شاوخوا کې سرتېري لرل او اوس یې پرېکړه کړې چې دغه سرتېري به له یاد ولایت څخه وباسي.

جرمني داسې مهال دغه پرېکړه کوي چې ټرمپ له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو فرمان صادر کړی دی خو المان د دغه کار مخالفت کړی و او په خبره یې په بېړه له افغانستان د سرتېرو ایستل به سیمې ته خطرونه جوړ کړي.

https://taand.net/%d9%85%da%a9-%d9%85%d8%a7%d8%b3%d9%bc%d8%b1%d8%af-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%a7%db%8c%d8%b3%d8%aa%d9%84%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%93%d9%87-%d8%af-%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب