یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهنړیوالې ټولنې افغانستان کې د وژنو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې

نړیوالې ټولنې افغانستان کې د وژنو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې

تاند( چهارشنبه، د قوس ۵) د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي نړیوالې ټولنې له دوی غوښتي چې باید ژر تر ژره په افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه او افغان وژنه پای ته ورسېږي.

هغه د جنیوا کنفرانس تر پای ته رسېدو وروسته په خپلو خبرو کې ویلي چې دوی د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی کوي او تمه لري چې دوی په افغانستان کې د سولې او امنیت په راتګ کې همکاري وکړي.

اتمر یو ځل بیا ویلي چې سوله د افغانانو لپاره غوره فرصت دی او تر ټولو ښه خبره دا چې نړیواله اجماع په دې تړاو تر بل هر وخت پیاوړې شوې ده.

نړیوالې ټولنې له افغانستان سره تر ۲۰۲۵ز کال پورې د ۱۳ میلیارده ډالره مرستې ژمنه وکړه.

خو دا مرستې تر ډېره مشروطې او په افغانستان کې د سولې او حکومتولۍ له پرمختګونو سره تړلې دي.

https://taand.net/%d8%ac%db%8c%d9%86%db%8c%d9%88%d8%a7-%da%a9%d9%86%d9%81%d8%b1%d8%a7%d9%86%d8%b3-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%af%db%8c%d8%a7%d8%b1/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب