Home+د چټک انترنیټ لپاره په یو وار ۶۰ سپوږمکۍ واستول شوې

د چټک انترنیټ لپاره په یو وار ۶۰ سپوږمکۍ واستول شوې

تاند(چهارشنبه، د قوس ۵) سپېس ایکس کمپنۍ د اووم ځل لپاره یو فالکن ۹ توغندی فضا ته ولېږه چې دا یو ریکارډ دی.

توغندی په فلوریډا کې د ناسا له کیپ کاناورال فضايي اډې څخه وتوغول شو او ۶۰ سپوږمکۍ یې په یو وار د مځکې مدار ته ورسولې. توغندی له توغېدو کابو ۹ دقیقې وروسته مځکې ته راوګرځېد.

دا په روان کال کې ۲۳ ځل دی چې سپېس ایکس کمپنۍ فضا ته سپوږمکۍ لېږي او په روان کال کې د دغه شرکت له لوري دا سلم وار دی.

ټولې استول شوې سپوږمکي د سټارلینک دي چې له فضا څخه مځکې ته انترنیټ ورکړي.

سپېس ایکس غواړي چې د ۱۲ زره سټارلینک سپوږمکیو په لېږلو او د مځکې په مدار کې د هغو د ځای پر ځای کولو په وسیله په درسته نړۍ کې چټک او ارزانه انترنیټ ممکن کړي.

له دغو ۶۰ سپوږمکیو سره، چې نن د مځکې مدار ته ولېږل شوې تراوسه سټارلینک ۹۵۵ سپوږمکۍ لېږلي دي.

په فضا کې د سپوږمکیو ځای پر ځای کېدا د مځکې ټولو برخو ته په اسانه انترنیټ رسولی شي. د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به نوري فایبر ته ډېره اړتیا پاتې نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...