سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند خړتومي چرګ ورځ | استاد سعدالدین شپون

د خړتومي چرګ ورځ | استاد سعدالدین شپون

داځلي د پیلمرغ ورځ د نوامبر په څلرویشتمه، پنجشنبه، راځي، او د تېرو کالونو په شان، ماشومان بېغمه چکرونه وهي، چې د ماسپښین په دوو بجو هجوم راوړي . یو نیم چې لا هم پښتو عادتو نه ورکې پاتې وي، په زړه سوي پخلنځي ته راځي، وايی: ابا ! هرکال یوه ورځ څه فرق کوي چې پښتو متل بدل کړو، ووایو چې بچیانو! تاسو خپلې مېلې کوﺉ، د غم لایق ابادی.

کشری زوی مې بیا تر هغو نورو تیارخورو ښه دی. سږ یې هم دوه یو مني پیل مرغان ښکار کړي وو او هم یې  پنډ ځنګلي آلوچې راټولې کړي وې چې د دې ورځې دود دستور پوره شي. که څه هم چې ځنګلي چرګان سره ککړ و، وینې لا ترې بهېدې، میرویس ځان مورته په قسمو نو ټنډ کړ چې حلال کړي مې دي، مو ریې په شک ورته کتل، ویل یې چې اې بېلمازه مخنته! خدای خبر ستا کلیمه زده ده که نه، همداسې به دې سر ورنه چورغوټ کړی وي. ما د میر ویس ننګه وکړه چې هر څه چې وي د بازار د کنګل وهلي چرګ نه خوښه دی چې من په شل ډالره یې کڅوړې کې پېچلي، لکه د ماشوم مړی، غېږې ته درواچوي.میر ویس ته خدای ورکړه ، په خوږه خندا یې مور ته وویل،

 « مورې، ته د ناسنتو امریکایانو د لاس چرګ خورې او زما نه خورې چې ستا د کلي  مشهور ډم، سخیداد ماما، چې ټو له دنیا یې پېژني، سنت کړی یم. لا مې هغه سپین کولنګي چرګ یا د دی چې زما د لوڅې سمبۍ لاندې  په نسکورې تغارې کې ایسار و هغه دننه بغارې وهلې و ما د بهر نه . لا مې یاد دي چې زه په کټ کې له درده شټېدم ، تا سو د چرګ په ښوروا چړپ چړوپ جوړ کړی و.»

زه دا د پیلمرغ ورځ هر کال نمانځم ځکه چې بله ورځ داسې نشته چې ټوله کورنۍ په یوه ځای را غونډه وي، تر هغې یې خوري چې زیاتي و پړسېږي ، ډډ پرېوځي. دې کې کومه دیني تومنه نشته، بس په همدې ورځ، کرسټوفر کولمبس پس له میاشتو سمندري سفر نه، له اروپا نه امریکا ته ورسېد، ځنګلي چرګان یې ونیول، مېله یې جوړه کړه او نوم یې پرې کېښود/ د شکرانې ورځ/.

یو بل دلیل هم لرم چې ولې دا ورځ زما هم خو ښه ده که څه هم چې ما سره د امریکا یت احساس نشته. کرسمس چې دلته یې تقریبا ګرده افغانان نما نځی زما په نظر بې اودسه دی، خو د پاړسی د محا فظه کارانواو مرتدا نومتل دی چې: خواهي نشوي رسوا، همرنګ جما عت باش. چې ور پېښ شوی یم، نو تحفې دي چې د نښترو د ونې نه د ر ابېلې څانګې لاندې په کوټه کې دلۍ پرتې دي. پخپله ونه نیمه ننداره ده. واړه رنګین ګرو پونه، او پ�� څا نګو باندې د زر ورقي پټو لاندې  پړ قا کوي. ما شومان ورته در سته شپه په تلوسه کې رڼه کوي چې سهار ته یې پرانیزي، و ګوري چې با با نو وېل، یا کرسمس اکا ورنه د سایبریا نه  د غرڅو په ګاډۍ سپور ددوی کومې فرما یشي تحفې راوړې دي. هلته را دیو او تلویزیونو کرۍ شپه لکه ګیدړان نو لېږي چې ، آرامې شپې، سپېڅلې شپې.دا زموږ د /اختری اکا/ نمو نه دی خو په دین کې سره بېل یو

نن لا چارشنبه ده، پیلمرغ مې له کنګلتون نه لرې کړی خو لا په فرېج کې ایښی چې یو څه ویلې شي. بهر یې نشم پرېښودلی ځکه چې هلته یې د سلمان الله په نا مه کوم قسم مکروب خراپوي. سهار ،لمانځه مهال به یې کنګال کړم، مالګه مساله به پرې و دوړوم، نس به ورله د ډوډۍ له خڅو ځوزو او نورو دا نو او نخود بابو ډک کړم، په برس باندې به پرې د ښو نو(زیتون) غوړ وموښم، خا صه پلا ستیکې کڅوړه چې ور سره را غلې ده، هغې که به  اوړه و دوړوم، چرګ به ورکې واچوم ، په خاصې لویې تتۍ کې به یې کېږدم. داش به مې پخوا چالان کړی وي. چې ۴۵۰ در جو ته ورسېږي ایسته به تتۍ ور کې ننه باسم، ور به یې و تړم. هو رښتیا د چرګ په سینه کې ترمامتر تیار کېنول شوی وي پنځه شپږ سا عته وخت غواړي چې چرګ پوخ شي او تر ما متر پړوک  بهر ټوپ  کړي.

د ځنګلي آلوچو مربا مې لا د وخته جوړه کړې ښکلو کا سو کې مې اچولې، هماغلته فرېج کې ده. اوس چې لاس ور وړم، نو پړپېږي خو شکر پرنډ شوې ده. سبا ته به، که خیر و، د ماشومانو غوچ ماغوچ جوړ شي، دا به ټول تس نس شي.خو نن لا یواځې کمپیوټر ته نا ست یم.

خو اوس مې د میدان د خدای بښلې بسم الله جان کاکا هغه فېلسوفانه خبره زړه کې ګرځي چې ویل یې: چې رییس سه نو چۍ سه؟ چې وزیر سه نو چی سه.؟ زه وایم چې سبا  بچیان دا ټول ونغري نو چۍ سه/؟


د استاد دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د نوومبر په ۲۳ نېټه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب