شنبه, مې 4, 2024
Homeمقالېسياسيون دې له صالح نه زده کړي |ډاکټر عطاالله زيارمل

سياسيون دې له صالح نه زده کړي |ډاکټر عطاالله زيارمل

کله چې سیاسیون له خپلې وړې جغرافیې کلي، ولسوالۍ او ولایت څخه ور اخوا ګام پورته کړي او یا هم له کوچنیو قومي تمایلاتو څخه را ووځي او په سیاسي قضایاو کې هېواد شموله دریځ ونیسي او د ټولو افغانانو په درد ځان دردمن احساس کړي، او له دې نه هم په اوچت فکر کولو سره د افغانستان جغرافیه د ځان وګڼي او ګټې یې تر خپلو شخصي ګټو وړاندې او منلې وبولي نو پرته له شکه په دې سره دغه سياسي څېره هم سترېږي او د عزت خاوند کېږي او هم د خپل ولس زړونو ته لاره پیدا کوي. په دې کار سره نوموړی له ځانه نور رنګونه لېرې کوي او د یو عام افغان رنګ ځانته غوره کوي. بیا نو عام خلک هم ور ته خپله غېږه خلاصوي او نور په دې پسې نه ګرځي چې دغه سیاسي څېره او شخص د کوم ځای دی او له کوم قوم پورې تړلی دی. په دې هم اکتفا نه کوي بلکې هغه کس بیا د ځان بولي او ورباندې ویاړي. دا ځکه چې د دوی د خوبونو ترجماني کوي. له غله او عاصب څخه لاره جلا کوي او په جرائت سره یې مخې ته درېږي او د فساد او غلا لارې ور باندې بندوي. نو همدا ځانګړنه ده چې له سياسیونو څخه په لږ وخت کې د هېواد په کچه ټولمنلي اشخاص جوړوي.

له بده مرغه،‌ زموږ په وطن کې ډېر شمېر سياسیون تر ډېره د نورو په خدمت ځان مکلف ګڼي او د خپلو خلکو پروا نه کوي یا بیا په ډېرو وړو مسایلو باندې ځان دومره نښلوي چې ان د یوه ولایت له جغرافیې څخه یې د دوی د پروګرامونو سر بل ولایت ته نه رسېږي. دوی ځان بهرنیانو ته غټ ښيي خو بیا په ولس کې له وړو او کوچنیو مسايلو پورې کلک نښتي وي. له نېکه مرغه، په دې وروستیو کې لومړي مرستیال ولسمشر ښاغلي امرالله صالح په خپل غوڅ دریځ سره وکولی شول چې د ډېرو فرضیې غلطې ثابتې کړي او ورځ تر بلې د خلکو په منځ کې د یو قاطع او افغاني دريځ لرونکي ځوان سياستوال په حیث ځان مطرح کړي. ښه ده چې نوموړي په دې وخت کې د یو اګاه سیاستوال په حیث ځان له نورو فاسدو سياسيونو څخه جلا کړ او د عامو خلکو تر شا ودرېده. د نوموړي دغه حرکت ډېر د ستايلو دی او باید نور ځوانان هم په زغرده د نوموړي ملاتړ وکړي ترڅو دغه مردود رواج نور مات شي چې خلک خپل سياسیون یوازې د قوم او سيمې د معیار په تله تلي او نور د کار د اهلیت معیارونه یې شا ته غورځوي.

په پای کې به دومره ووایم چې عام ولس ته هغه شخص مهم دی چې پر دوی رحم وکړي او د ولس د سوکالي لپاره د مفسدینو او لوټمارانو مخې ته ودرېږي او د مظلومو خلکو حق ور څخه واخلي. که ښاغلی صالح له توپیري چلند پرته همداسې پر مخ ولاړ شي نو راتلونکې به یې پرته له شکه چې ډېره روښانه او مطمئین یم چې خلک به لا نور هم ورباندې اعتماد وکړي.

https://www.facebook.com/attaziarmal

2 COMMENTS

  1. د ژوندانه بهیر د زده کړو یو تسلسل دی . د افغانستان سیاسیونو ته په کار ده چه د جلالتمآب ولسمشر د اول معاون ښاغلی امرالله خان صالح نه زده کړه وکړی ، په دی معنی چه د قوم ، ګوند ، سمت ، ژبی او …… تنګو قفسونو کی افغانستان شموله سیاست نه کیژی ، ځکه دغه ډول سیاست همیشه د افغانستان په ضرر تمام شوی اوهمدارنګه د افغانستان د ویښ او باتور ملت د خوانه هم همیشه مردود شوی دی

  2. تر اوسه دا سړی د ډول نه سوا بل تاثیر ندی ښولی. د هغه د درواغو او قتلونو ګنګوسی یا تاریخچه به یو بد خوب وبولو. دا چه دوی دا کارونه د افغانانو لپاره کوی اوکه د پردیو لپاره وخت به ثابت یی کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب