شنبه, مې 18, 2024
Home+٤٧ کلنې ښځې د بېرته ځوانېدو راز افشا کړ

٤٧ کلنې ښځې د بېرته ځوانېدو راز افشا کړ

تاند(چهارشنبه، د قوس ۵) د خلکو عمر مخکې روان وي او د بوډاوالي پر لور ورځي، خو د کاناډا يوه اوسېدونکې ٤٧ کلنه ښځه بيا په دې عمر کې هم ډېره ځوانه ښکاري او خلک ورته په دې ويلو مجبوره شوي دي چې عمر يې د زياتېدو پر ځاى کمېږي او دا ښځه بېرته د ځوانۍ پر لور روانه ده.

د مېل انلاين د راپور له مخې، د اونټاريو اوسېدونکې دا ښځه اليشا شوروټ نومېږي او اوس يې عمر ٤٧ کاله دى، خو په دې عمر کې هم له ٣٠ کلونو څخه زياته نه ښکاري او ډېره ښکلې او ځوانه ښکاري.

اليشا څو ورځې وړاندې په ټولنيزو رسنيو کې د ٣٠ کلنۍ او د اوسني وخت يو عکس خپور کړ چې خلک يې په ليدو حېرانه شول، ځکه نوموړې تر ٣٠ کلنۍ اوس ډېره ځوانه او ښايسته ښکاره کېده.

اليشا د خلکو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل او هغوى ته يې د خپلې ځوانۍ او ښکلا په اړه معلومات ورکړل.

اليشا وويل «کله چې زه د ٢٦ کلنه وم نو زما پلار د شکر ناروغۍ له امله مړ شو. له هغه وروسته ما پرېکړه وکړه چې ځان به بدلوم او ورزش مې پيل کړ.»

دا زیاتوي، کله چې د ٣٠ کلونو شوه، نو د فيټنس او ورزش په اړه یې پرېکړه په جذبه بدله شوې.

هغه وايي، «د ٤٢ کلونو په عمر ما د فيټنس په مسابقو کې برخه واخيسته، له هماغه وخت راهيسې تراوسه پورې زه هر کال د فيټنس په مسابقو کې برخه اخلم، له فيټنس او ورزش سره زما ډېره مينه ده او همدا لامل دى چې زه نن ډېره ځوانه او ښکلې ښکارم.»

د يادولو وړ ده چې اليشا اوس د فيټنس او ورزش روزونکې هم ده او ډېرو خلکو ته په دې برخه کې روزنه ورکوي، هغه همدا راز په ټولنيزو رسنيو کې ډېره مشهوره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب